ایا خوشالۍ ته لنډه لاره شته؟

خوشالي

د عکس سرچینه، Getty Images

د ځینو لپاره خوشالۍ ته رسېدل ډېر ګران سفر وي او که هرڅومره یې د تر لاسه کولو لپاره خواري کوي، هغومره یې په سختۍ تر لاسه کولای شي.

یوې امریکايي لیکوالې ایلزبیت ګیلبریت په خپل مشهور کتاب "وخورئ، عبادت وکړئ او مینه وکړئ" کې د خوشالۍ په اړه لیکلي: "خوشالي د شخصي هڅو پایله ده. د تر لاسه کولو لپاره یې مبارزه کوئ، هڅه کوئ، ټینګار پرې کوئ او آن په نړۍ کې سفر ورپسې کوئ."

نوموړي په دغه کتاب چې په نړیواله کچه خورا ډېر پلورل شوی او ګڼو ژبو ته هم اړول شوی، لیکي "تاسې باید په خپل ځان کې خوښي پيدا کړئ او پر لپسې برخه پکې واخلئ. او کله مو چې د خوښئ حالت وموند، باید د ساتلو لپاره یې هڅه وکړئ او داسې کچې ته یې ورسوئ چې تاسې سره تلپاتي شي، خو که د ساتلو هڅه یې ونه کړې، نه درسره پايي."

ښايي دغه ډول چلند د ځینو لپاره کار وکړي، خو وروستۍ ساینسي څېړنې وايي، ممکن د ګڼو خلکو لپاره همدا لاره ښې پایلې ونه لري. مثلا، ښايي د یوازیتوب، فشار او شخصي ماتې احساس وکړي.

د همدې نظر له مخې، خوشالي ترهېدلې او وېرېدونکي مرغۍ ته ورته ده- په دې مانا که هر څومره د ورنږدې کېدو خواري کوئ، هغومره لېرې الوزي.

د خوشالۍ لپاره لوړ معیار ټاکل

خوشاليي

د عکس سرچینه، Getty Images

د امریکا په کلیفورنیا پوهنتون کې د ارواپوهنې د برخې متخصصه ایریس مواس وایي، د خوشالۍ په اړه تېرو دوو لسیزو کې امریکا کې د ګڼو کتابونو خپرېدو ډېره هیله منه کړې چې خوشالي پکې یو حتمي څیز راوړل شوی دی.

" که هر ځای وګورئ، د خوشالۍ په اړه کتاب پکې وي، چې ستاسې لپاره ښه خبره ده. د ځان خوشاله ساتل په هر کتاب کې اوس یوه دنده بلل شوې."

خو نوموړې دا هم وايي چې ځینې خلک د دغو کتابونو په لوستو نهیلي کېږي. "خلک ښايي د ځانونو خوشالولو لپاره ډېر لوړ معیار وټاکلي، ښايي فکر وکړئ چې تل باید خوشاله وي، بیخي ډېر خوشاله. نو، که داسې نه کېږي، ښايي نهیلي شي او د ځان د ماتې احساس ورکړي."

خوشالي

د عکس سرچینه، Getty Images

مواس له ځینو نورو څیړونکو سره په ګډه د خوشالۍ په اړه ساینسي نظریه تجربه کړه چې ځینو خلکو پکې برخه اخیستې وه. له ګډونوالو د نورو پوښتنونو ترڅنګ پوښتل شوي وو چې خوشالي ورته څومره مهمه ده.

د څیړونکو ډلې موندلي وه چې ګډونوالو په خپل ژوند کې خوشالي ډېره مهمه بللې وه.

له ځان مه پوښتئ چې احساس مو څنګه دی

د څیړنو له مخې، ځینې خلک د ځان خوشاله ساتلو لپاره خورا لوړ معیار ټاکي او یا هم غواړي تل خوشاله واوسي. خو انسان تل نه شي خوشاله پاتېدی، ښايي ځینې وخت داسې پېښې وي چې خواشیني مو کړي او خپګان سره مو مخ کړي.

څېړنو په ډاګه کړې هغه خلک چې منفي احساسات د منل شوي حالت په ډول مني، د هغو خلکو پرتله په اوږده مهال کې ډېر خوشاله وي چې منفي احساساتو ته دوښمن په سترګه ګوري او غواړي په بشپړ ډول یې له منځه یوسي. یو څېړنه وايي "که تاسې د خوشالۍ موندلو ډېره هڅه کوئ، ښایي په داسې یوه کس بدل شئ چې منفي شیان په ژوند کې ونه منئ، هڅه به مو دا وي چې تل د خوښۍ شیبې پیدا کړې، او هغه ډول حالات به شئ زغملی چې ځان پکې خوشاله نه وینئ"

د دغې څیړنې له مخې، وړاندیز دا دی چې ځانونه د ژوند له لوړو او ژورو سره عادت کړئ، داسې عادت چې بد احساسات هم پکې ومنئ او داسې هڅه مه کوئ چې ټول یې له منځه یوسئ.

تر اوسه په هېڅ څېړنه کې نه دي ویل شوي چې ځینې کارونه ښايي تاسې خوشاله ونه وساتي، روغتیا مو ورسره ښه نه شي، خو د ځینو کارونو په کولو په موډ کې مو د بشپړ ښه والي تمه مه کوئ او داسې کوښښ هم مه کوئ چې له ځانه وپوښتئ چې احساس مو څنګه دی.

نو چې خبره راټوله کړل شي، خوشالي د شرمناک یا وېرېدونکي حیوان په څېر ده. کله یې چې تعقیب ودروئ، ښايي په طبیعي بڼه خپله راښکاره شي.

خوشالي

د عکس سرچینه، Getty Images

څیړنو دا هم ښودلې چې سختو شرایطو کې لاندې کارونه ښايي د ځان په خوشالولو کې مرسته درسره وکړي:

پر بل څه ځان بوخت کړئ

ذکر کول،‌ خو ممکن له هر چا سره مرسته ونه کړي‌

حالت ته له بل اړخه فکر وکړئ

مثبت فکر او خوښي ډېره جدي مه نیسئ

ټولنیزي رسنۍ او انټرنیټ ډېره مه کاروئ

له خپلې سیمې بل ځای ولاړ شئ

پاک چاپیریال کې وګرځئ

ورزش مه پرېږدئ