د خوشالۍ نړیواله ورځ: ځان څنګه خوښ ساتلی شو؟

Happy faces

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، پروفیسور سانتوس وايي خوښي باید تمرین کړئ.

د مارچ ۲۰مه د خوښۍ نړیواله ورځ ده، خو که تاسو ځان خوشاله نه احساسوئ، نو خیر، چاره یې شته چې څنګه له ځانه خوشاله انسان جوړ کړئ.

لکه څنګه چې لوبغاړي په ځان تمرین کوي او د وخت په تېرېدو وده کوي، که تاسو وغواړئ هم کولی شئ د خوشالۍ تمرین وکړئ او خوشاله واوسئ.

د امریکا د یېل پوهنتون د دماغي زده کړو او روانپوهنې پروفیسوره لوري سانتوس وایي "خوشالي داسې څه نه ده چې پخپله کېږي، بلکې که موږ یې تمرین وکړو نو دا یې ښه لاره ده. "

د نوموړې ټولګی چې په "روانپوهنه او ښه ژوند " راڅرخي د دغه پوهنتون په ۳۱۷ کاله تاریخ کې تر ټولو نامتو دی او له ۱۲۰۰ زیاتو زده کړیالانو ځان ورته ثبت کړی و.

دا وایي "ساینس ثابته کړې چې د ځان خوشالول یو ډول خوارۍ ته اړتیا لري، دا اسانه کار نه دی، وخت غواړي. "

د ځان خوښ ساتلو پنځه لارې چارې:

لومړی: د مننې یو لست جوړ کړئ

په خپل ژوند کې د ښو کسانو او شیانو له درلودلو منندوی وکړئ.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، په خپل ژوند کې د ښو کسانو او شیانو له درلودلو منندوی وکړئ.

د ځان لپاره داسې لست جوړ کړئ چې تاسو ترې خوشاله یاست. څېړنو ثابته کړې چې د دا ډول یوه لست ساتل، د ورځې او اوونۍ په اوږدو کې تاسو خوښ ساتلی شي.

په داسې لست کې تاسو د کورنۍ له غړو مننه لیکلی شئ، د کاري چاپېریال په برخه کې د کومې لاسته راوړنې او یا بریا په هکله مننه لیکلی شئ.

دوهم: ډېر او غوره خوب وکړئ

ښه خوب کړی انسان خوشحاله انسان وي.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، ښه خوب کړی انسان خوشحاله انسان وي.

که تاسو هڅه وکړئ د یوې اوونۍ لپاره هره شپه ۸ ساعته خوب وکړئ دا به مو خوشاله وساتي.

د شپې اته ساعته خوب کېدی شي اسانه ښکاره شي، خو د دې ترلاسه کول یو تر ټولو ګران کار دی.

خو ساینس ښودلې چې د لا زیات او غوره خوب ګټې ډېرې دي، دا نه یوازې ستاسو ستړیا له منځه وړي بلکې تاسو بېرته تازه او ځواکمن ساتي چې نوې اوونۍ او نوې ورځې مو په ورین تندي پیل کړئ.

درېیم: ژور سوچ

ښه خوب کړی انسان خوشحاله انسان وي.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، لس دقیقي یوازې او په ژور سوچ کې تېرول ډېره ګټه لري.

هره ورځ لږ تر لږه ۱۰ دقیقې ژور سوچ او تفکر وکړئ.

دا ثابته شوې چې که تاسو د ورځې په اوږدو کې په یوه غلي ځای کې د ۱۰ دقیقو لپاره سترګې پټې کړئ او ژور تفکر وکړئ نو دا به مو ارام وساتي.

ساینس هم ثابته کړې چې که د تفکر په وخت کې مو په ساه کاږلو تمرکز وکړئ نو نه یوازې به د ارامۍ احساس وکړئ بلکې دا به مو خوښ هم وساتي.

څلورم: له کورنۍ او ملګرو سره وخت تېر کړئ

له هغو خلکو سره وخت تېر کړئ چې درباندې ګران دي.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، له هغو خلکو سره وخت تېر کړئ چې درباندې ګران دي.

څېړنې ښيي چې هغه خلک چې له کورنۍ او ملګرو سره ډېر وخت تېروي د یوازې خلکو پرتله خوښ وي.

د روانپوهنې له اړخه هم کله چې انسان له نورو خلکو په ځانګړي ډول له کورنۍ او ملګرو او هغو خلکو سره چې زموږ وخت ښه ورسره تېرېږي په اړیکه کې وي دا د خوښۍ هورمون ډېروي.

دا هم ویل شوي چې هڅه وکړئ په اوس او نن کې ژوند وکړئ، نه دا چې د پخوا په هکله په سوچونو کې ډوب واوسئ او یا هم د راتلونکي په هکله فکر وکړئ.

پنځم: پر خواله رسنۍ وخت کم کړئ

ټېلیفون مو یوې خوا ته کېږدئ او فعال شئ.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، ټېلیفون مو یوې خوا ته کېږدئ او فعال شئ.

څېړنې ښيي چې پر خواله رسنۍ ډېر وخت تېرول کېدی شي موږ ته د خوښۍ ناسم احساس راکړي.

پر فېسبوک او انسټاګرام خلک ګومان کوي دوی خوښ دي او نوي شیان ګوري.

خو په رښتیا کې دوی له یوه غلط او ناسم احساس سره دا کار کوي.

نو که غواړئ چې په ژوند کې په ریښتیني ډول خوشاله واوسئ نو له ټولنیزو رسنیو ځان لرې وساتئ او له خلکو سره مخامخ وخت تېر کړئ.

Professor Santos teaching at university

د عکس سرچینه، Yale University OPAC

د عکس تشریح، پروفیسره سانتوس او زدکوونکي یې.

څېړنو دا هم ثابته کړې چې د ټولنیزو رسنیو یو لوی تاوان دا دی چې انسان پکې پرتله کوي. د ځان او د نورو پرتله او د خپلو شتو او د نورو پرتله چې دا پخپله خوشالي له منځه وړي.