ګوګل هغه انجنیر شړلی چې وايي د مصنوعي ځیرکتیا ټیکنالوجي يې حس لري

د عکس سرچینه، The Washington Post/ Getty Images
- Author, ټیفني ویرتیمر
- دنده, بي بي سي نیوز
د لټون تر ټولو لوی شرکت ګوګل خپل هغه انجنیر له دندې شړلی دی چې وايي، ددغه شرکت مصنوعي ذکا یا ځیرکتیا احساس لري.
بېلک لیموین تېره میاشت خپل هغه نظر اعلان کړ چې د لوګل د ژبې ټیکنالوجي حساسه ده او باید او د "هیلو" درناوی یې باید وشي.
ګوګل او د مصنوعي ځیرکتیا نورو کارپوهانو دا انګېرنې رد کړې دي او د جمعې په ورځ یې دغه انجنیر له دندې شړلی دی.
لیموین بي بي سي ته وویل، قانوني سلامشورې ته په تمه دی، خو نور جزییات یې ورنه کړل.
ګوګل په یوه خبرپاڼه کې ویلي، د مشهورو بحثونو د کاریالونو "لامډا" په اړه د ژبې نمونې په تړاو د لیموین انګېرنې "هېڅ اساس نه لري" او شرکت "څو میاشتې" د وضاحت لپاره کار ورسره کړی.
په خبرپاڼه کې راغلي "ځکه نو له بده مرغه په دې مسله کې د اوږدې ښکېلتیا سربېره، لاهم بلېک پرله پسې توګه د ګومارنې له تګلارو او د ډېټا له خوندیتوب سرغړونه کوي".
لامډا یوه پرمختللې ټیکنالوجي او د شرکت د جوړېدو خبرې کوونکي روباټ جوړولو یوه اله ده.
لیموین تېره میاشت وروسته تر هغه د ورځپاڼو د سر ټکی وګرځېد، چې ویې ویل لامډا د انسان په څېر حس لري.
دې بحث د مصنوعي ځیرکتیا د کارپوهانو او لېواله کسانو ترمنځ لانجمن بحثونه راوپارول.
لیموین چې ګوګل کې یې د مصنوعي ځیرکتیا له کارډلې سره کار کړی واشنګټن پوسټ ورځپاڼې ته ویلي، دنده یې دا غوره کول وو چې ایا ټیکنالوجي له توکمپالنې ډک پیغام ګټه اخلي او کرکې ته هڅونه کوي.
دی وايي ویې مونده چې لامدا خپل حس ښکاره کړ او د دین، احساساتو او وېرې په اړه خبرې کولی شي. دې کار د لیموین باور ډېر کړی چې د خبرو حیرانوونکو مهارتونو کې یې ښايي حساس عقل وي.
لیموین لومړی کس نه دی چې د مصنوعي ذکا په اړه خپلې انګېرنې اعلانوي، تېره میاشت هم د ګوګل یوه بل کارمن "ایکانومېسټ" مجلې ته ورته نظر وړاندې کړی و.








