مایکروسافټ شرکت د ۲۷ کلن انټرنېټ اکسپلورر کارول بندوي

د عکس سرچینه، Getty Images
- Author, ليف مكماهون
- دنده, د ټیکنالوجۍ برخه
مایکروسافټ شرکت د انټرنېټ اکسپلورر نه کارولو پرېکړه کړې ده.
تېر کال ده شرکت د انټرنېټ اکسپلورر نه کارولو اعلان کړی و، خو د وېنډوز ۱۱ اکسپلورر تر وروستۍ بڼې یې نه کارول ځنډولي وو.
په ۱۹۹۵ کال په لومړي ځل د وېنډوز چلیځ سیسټم چېدونکو کمپیوټرونو کې لومړی ځل اکسپلورر لټونګر راووت او د ۲۰۰۴ کال په راتګ سره یې بازار کې د اکسپلورر ۹۵ سلنه ځای ونیو.
خو ګوګل کروم او د اپل سفاري او موزېلا فایرفاکس اوسمهال ډېر کارېدونکي لټونګر دي.
اوس مایکروسافټ سیسټم کاروونکو ته د مایکروسافټ اېج کارولو سپارښتنه کېږي، چې په ۲۰۱۵ کال له وېنډوز ۱۰ سره راووت.
د ګوګل کروم او موزیلا فایرفاکس په شان د چټکو لټونګرو تر راوتلو وروسته د مایکروسافټ اکسپلورر کارول پیکه او مینه وال یې کم شول، ځکه چې کاروونکي د ګوګل، فیسبوک او یوټیوب په څېر وېبپاڼې تېزې پرې چلولی شي.

د عکس سرچینه، Getty Images
د ویلو ده چې د ځیرک ټیلیفونونو راوتل هم د وژونکي ګوزار سبب شول، داسې چې سفاري لټونګر مخکې په اپل موبایلونو کې و او ګوګل کروم په هغو موبایلونو کې چې په انډرویډ سیستم چلېږي.
په ګرځنده ټیلیفونونو او ټابلېټونو کې د انټرنېټ کارول لومړی ځل په ۲۰۱۶ کال کې دود شول.









