له مایکروسافټ د استعفا پر مهال د بېل ګېټس 'ناسم چلن' په اړه پلټنې روانې وې

د عکس سرچینه، Reuters
تېر کال مخکې له دې چې د مایکروسافټ بنسټګر بیل ګېټس د دغه شرکت له مشرتابه پلاوي ډډې ته شي، دغه شرکت د نوموړي د شل کاله پخوا اړیکو د تور په هکله پلټنې کولې.
د ټیکنالوجۍ دغه ستر شرکت تاییدوي چې د ښاغلي ګېټس د ناسم چلن په هکله د رپوټونو خپرېدو پسې په دې تړاو پلټنې پیل شوې وې.
مایکروسافټ وايي، په دې تړاو یې پلټنې یوه بهرني حقوقي شرکت ته سپارلې وې او د هغو کارمنانو د ملاتړ ژمنه کوي چې دا شکایتونه یې کړي دي.
د ښاغلي ګېټس یو ویاند د دې شکایتونو او د بېل ګېټس د استعفا ترمنځ هر ډول اړیکه بې بنسټه بولي.
د ښاغلي ګېټس د دې چلن په هکله د پلټنو اړوند رپوټونه له هغه وروسته خپاره شول چې نوموړي او مېرمن یې ملېنډا د روانې میلادي میاشتې لومړیو کې وویل، له ۲۷ کاله ګډ ژوند وروسته د طلاق اراده لري.
د دوشنبې په ورځ د مایکروسافټ یوه ویاند وویل، دغه شرکت ته د ۲۰۱۹ کال وروستیو کې یوه شکایت کې پر ښاغلي ګېټس تور لګېدلی چې پر دوه زرم کال یې له یوې کارمنې سره د اړیکو هڅه کړې وه.
هغه زیاته کړه: "د یوه بهرني حقوقي شرکت سره په همکارۍ د اداري پلاوي د غړو یوې کمېټې پر دې اندېنښه بیا کتنه وکړه چې په دې تړاو پوره څېړنې وشي. "
د هغه په خبره، "د څېړنو بهیر کې مایکروسافټ د خپلو هغو کارمنانو ملاتړ زیات کړ چې دا اندېښنه یې را پورته کړې وه."
خو د دې کمټې د څېړنو تر بشپړېدو مخکې ښاغلي ګېټس د مایکروسافټ له مشرتابه پلاوي استعفا وکړه.
کال مخکې ښاغلي ګېټس ویلي و د بېل او ملېنډا ګېټس خیریه بنسټ پر چارو د تمرکز لپاره یې له دندې د ګوښه کېدو پرېکړه کړې ده.
خو تر دې پرېکړې درې میاشتې مخکې د مایکروسافټ اداري پلاوي ټاکنو کې بریالی شوی و.
د ګېټس ویاند څه وايي؟

د عکس سرچینه، Reuters
وال سټريټ جورنال ورځپاڼه وايي، څېړونکې کمېټې خپل کار بشپړ کړی او اداري پلاوي پرېکړې کړې وه چې ښاغلی ګېټس له دندې ګوښه شي.
د ښاغلي ګېټس ویاند دې ورځپاڼې ته ویلي، دا ډول اړیکه وه او همغه شل کاله مخکې ختمه شوې ده:
په حقیقت کې هغه څو کاله مخکې ویلي و چې پر خپلو خیریه چارو د تمرکز لپاره له کار ګوښه کېږي.
د دغې میلیاردرې امریکايي جوړې خیریه بنسټ نړۍ کې په میلیاردونو ډالر لګولي دي.
دوی وايي، تر جلا کېدو وروسته هم دې بنسټ کې د خپلمنځي همکارۍ اراده لري.
د امریکايي رسنیو رپوټ وايي، ملېنډا او بېل تر طلاق اعلانولو مخکې دا پرېکړه کړې وه چې خپله شتمني څنګه سره ووېشي.
څلورم لوی شتمن

د عکس سرچینه، Getty Images
فوربز مجله وايي، ۶۵ کلن ګېټس نړۍ کې څلور شتمن دی.
دا مجله د نوموړي شتمني ۱۲۴ میلیارد ډالر اټکلوي.
ښاغلی ګېټس او مېرمن یې په واشنګټن، فلوریډا او وایومېنګ ایالتونو کې ډېر جایدادونه لري.
خپل اصلي کور یې د واشنګټن ایالت په مدینا ښار کې دی چې تر ۱۲۷ میلیون ډالرو ارزښت لري او مخه یې هم د واشنګتن سیند پر لور ده.
ښاغلی ګېټس خپله ډېره شمتني د مایکروسافټ شرکت له برکته بولي، چې نړۍ کې د پوستکالي یا سافټ وېیر تر ټول ستره کمپني ده.
هغه پر ۱۹۷۰ کال د دې شرکت بنسټ کېښود او تر ۲۰۰۸ کال یې خپل ټول وخت دې شرکت کې کار کاوه.










