امازون امریکا کې د ډرون په وسیله د توکو لېږد پیلوي

Amazon's latest delivery drone, the MK27-2

د عکس سرچینه، Amazon

د عکس تشریح، د امازون وروستي ډرونونه MK27-2

نړۍ کې په انلاین ډول د توکو د پلور ستر شرکت امازون اعلان کړی چې روان کال په لومړي ځل امریکا کې پېرېدونکو ته د ډرون یا بې پیلوټه الوتکو په وسیله د پېرلو توکو لېږد پیلوي.

دغه شرکت ویلي دا کار اوس یوازې د اصولو وروستي تائید ته منتظر دی.

د امازون لخوا پېرېدونکو ته د ډرون په وسیله د پارسلونو د لېږد ژمنه کلونه مخکې شوې، خو دا خدمات تر دې دمه عملآ نه دي پیل شوي.‌

په پام کې ده چې د بې پیلوټه الوتکو په وسیله د توکو د لېږد چاره لومړی د کلیفورنیا لاکفورډ ښار‌ کې پیل شي. امازون ویلي هلته به خلک وکړای شي د هوا له لارې د دوی کورونو ته د زرګونو بستو د لېږد غوښتنه وکړي.‌

پلان دا دی چې تر لاکفورډ وروسته دغه خدمات نورو سیمو ته هم وغځول شي.

امازون د بلاګ یوه پوست کې لیکلي "د ډرون په وسیله د توکو د لېږد ژمنه تر ډېره خیالي برېښېدله. خو د امازون هغه پېرېدونکي به چې د کلیفورنیا لاکفورډ‌ کې اوسي، د روان کال وروستیو کې لومړني خلک شي چې د هوا له لارې د لېږد له خدماتو برخمنېږي."

لاکفورډ‌ شاوخوا ۴۰۰۰ اوسېدونکي لري.

امازون ویلي د دوی ډرون یا بې پیلوټه الوتکې به داسې پروګرام کېږي چې توکي لاکفورډ‌ کې د دوی د پېرېدونکو د کورونو انګړونو کې ګوزار کړي.‌

دا الوتکې به د لید تر ساحې لوړې الوتنې کوي.

دا په دې معنی ده چې د کنټرول لپاره یې عیني څارونکي ته اړتیا نشته او د دې پر ځای پر داسې حسګرو "سېنسرونو" سمبالېږي چې له الوتکو،‌ خلکو، کورنیو ژویو او نورو خنډونو سره یې د ټکر کېدو مخه نیسي.‌

د امازون چارواکي وايي د دغو الوتکو د کارېدو هدف دا دی چې اخیستل شوې ټولګه تر یوه ساعت کم وخت کې پېرېدونکي ته ورسول شي.‌

میاشتو کې

امازون

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، جېف بیزوس

تېر کې پر امازون نیوکه کېده چې ګوندې د بې پیلوټه الوتکې په وسیله د لېږد په ژمنه یې ځان د ژوبو پر سر کړی او په دې توګه خپلو خدماتي چارو ته تبلیغ کوي.‌

د امازون بنسټګر او مخکیني مشر جېف بېزوس په ۲۰۱۳ کال کې ویلي وو چې پنځو کلونو کې به اسمان په خپلو لېږدونکو ډرونونو ډک کړي.‌

امازون په ۲۰۱۹ کال یو ځل بیا وویل چې څو میاشتو کې خپلو پېرېدونکو ته د هوا له لارې د توکو د انتقال خدمات پیلوي.‌

تېره اپریل میاشت کې بلومبرګ خبري سایټ د سوداګریزو چارو لپاره د ډرون د کارېدو د خوندیتابه په اړه د اندېښنو خبره خپره کړه.

خو اوس امازون وايي بې پیلوټه الوتکې یې د خوندیتابه له ازموینې بریالې وتلې دي.

د ۲۰۱۶ کال ډسمبر کې دغه شرکت د بریتانیا کمبرېج کې ظاهرآ همداسې یوه بریالۍ تجربه وکړه‌. هغه مهال یوه بسته د ډرون په وسیله ۱۳ دقیقو کې لېږدول شوې وه.‌

له هغې را وروسته یې دا تجربه له امریکايي پرچون پلورونکي ولمارت او پوست رسوونکو فېډکس او یو پي اېس شرکتونو سره هم کړې ده.‌

امازون د دغو بې پیلوټه الوتکو د خدماتو د څرنګوالي په اړه ویلي: "لاکفورډ‌ کې به پېردونکي پر امازون (ویب پاڼه) هغه توکي ویني چې د ډرون په وسیله د لېږد وړ دي. دوی به یې د معمول په څېر د پېرلو سپارښتنه کوي او د بستې د ورسېدو اټکلي وخت به ورښودل کېږي."

پېرېدونکي به کولی شي چې خپله بسته د انتقال پر مهال په انلاین ډول تعقیب او وڅاري.‌

امازون وايي ډرون به ورښودل شوي‌ ځای او ورکړ شوي‌ ادرس ته ځي، د پېرېدونکي انګړ کې به ارتفاع کموي - بسته به په کراره خوشې کوي او بېرته به ارتفاع اخلي."