تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
څېړنه: کووېډ څنګه دماغ بدلولی شي
یوه نوې ساینسي څېړنه ښيي چې د کورونا تر ناروغۍ وروسته د انسان مغزو کې کېدای شي بدلون راشي. ساینسپوهانو د یو شمېر ناروغانو د مغزو تر سکن کولو وروسته متوجه شوي چې ماغزو ځان لږ کوچنی کړی. خو وايي چې دا شونې ده چې ماغزه ځان بېرته جوړ کړي.
ساینسپوهان وايي وروسته له دې چې یې د کووېډ ۱۹ د ځینو ناروغانو ماغزه اېم ار ای سکن کړي موندلې یې دي چې تر ناروغۍ وړاندې او وروسته د مریضانو په مغزو کې ډېر توپیر وي.
آن د کورونا تر ډېرې برسېرنې او سطحي ناروغۍ وروسته هم په ټوله کې د انسان د ماغزو اندازه کوچنۍ کېږي یا په عامه اصطلاح، ځان لږشانې غونجوي. له دې سره بوي او حافظې پورې تړلو برخو کې خړه ماده هم کمه وي.
څېړونکي وايي دوی نه پوهېږي چې آیا دا بدلون به دایمي وي که نه، خو ټینګار کوي چې ماغزه د ځان رغولو خاصیت لري او ښايي ځان پخپله ترمیم کړي.
دا څېړنه د طبیعت په نامه علمي ژورنال کې خپره شوې ده.
د برتانیې اکسفورډ پوهنتون کې د دغې څېړنې مشر پروفیسر ګوېنېلي دواود وايي، موږ اصلاً پر برسېرنې ناروغۍ څېړنه کوله چې وګورو په ناروغۍ د اخته کسانو ماغزه له هغو سره چې هېڅ نه دي ناروغان شوي څومره توپیر لري، خو سخت حیران شوو.
د برتانیې د بایوبانک پروژې د ۵۰۰ زرو کسانو روغتیا د ۱۵ کلونو لپاره څارلې او د وبا تر پیل وړاندې یې د سکنونو توکبنسټ یا ډېټابېس جوړ کړی و، نو دوی ته ښه فرصت په لاس ورغلی و چې د کورنا ناروغۍ اوږدمهالي اغېزې باندې څېړنه وکړي.
ساینسپوهانو څلورنیم میاشتې وروسته له ناروغۍ، ۴۰۱ ناروغان معاینه کړل چې ۹۶ په سلو کې یې کمزورې شانې ناروغي تېره کړې وه. او همدارنګه ۳۸۴ کسان چې هېڅ یې کورونا نه وه تېره کړې.
په هغو کسانو کې چې کوویډ ۱۹ ناروغي یې تېره کړې وه، په عمومي ډول یې ماغزه له صفر اعشاریه دوو څخه تر دوه سلنه غونج شوي وو. او په مغزو کې یې د بوی او حافظې برخې هم زیانمنې شوې وې.
هغو خلکو ته چې تازه تازه یې کورونا ناروغي تېره کړې وه، د پېچلو دماغي کارونو ترسره کول لږشانې ګران وو.
خو ساینسپوهان نه پوهېږي چې آیا دا کمی به بېرته سم شي او که په ښې ژوند بڼې او روغتیا پورې اړه ولري.
پروفیسر دواود وايي ماغزه د پلاستیک په شان د بېرته استوارېدلو خاصیت لري او د دې چانس ډېر دی چې د ناروغۍ ناوړه اغېز له مینځه ولاړ شي.