تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
ستورمزلي فضا کې جامې څنګه مینځي؟
اوس موږ پوهېږو چې تشیال یا فضا کې ژوند هم ځمکې ته ورته دی.
کوم ستورمزلي چې نړیوال تشیال مرکز کې ژوند کوي، زموږ په څېر خوري، څښي، کار او ان لوبې کوي.
خو پوښتنه دا ده چې دوی تشیال کې جامې او کالي څنګه مینځي. یو ځواب خو دا دی چې دا کار نه کوي.
که ځمکه کې زموږ کالي یا کپړې خیرنې شي، هر وخت یې مینځلی شو، خو ستورمزلي په تشیال کې دا چانس نه لري.
نړیوال تشیال مرکز کې د جامو مینځلو ماشین نشته، ځکه ډېرې اوبه غواړي او هلته اوبه ډېرې کمې دي.
ستورمزلي تر ډېره اوبه د څښلو او لامبلو لپاره کاروي، دا ډېرې اوبه هم بېرته پاکوي.
له ځمکې تشیال مرکز ته اوبه وړل هم ډېر لګښت غواړي او اوبه درنه ماده ده لېږدول یې هم ډېره انرژي غواړي.
په دې مانا چې یو توغندی نړیوال تشیال مرکز ته ځانګړې اندازه اوبه وړلی شي.
تشیال مرکز کې اوبه هم د ستورمزلو له هغو خولو او سا ترلاسه کېږي چې د مرکز له دېوالونو ټولېږي.
دا ډول تشې متیازې او د تشیال مزلو د لامبلو اوبه هم پاکېږي.
دا اوبه له څلو مختلفو بهیرونو تېرېږي چې پاکې او کار وړ شي.
ستورمزلي له خیرنو جامو سره څه کوي؟
هر ستورمزلی ډېر کم کالي لري، ځکه تشیال ته پاکې جامې لېږل هم ډېر لګښت غواړي.
دا جامې بیا بیا اغوستل کېږي، تر دې چې له ډېر خیرنوالي بوی وکړي او نورې د اغوستلو نه وي.
ستورمزلي ځینې جامې ورځې، اونۍ او ان میاشتې اغونځي.
د ځمکې خلاف د ستورمزلو جامې له کور بهر خیری نه اخلي، ځکه ډېرې وروسته خیرنېږي.
په تشیال مرکز کې تودوخه هم کنټرولېږي او ستورمزلي ډېر نه خولې کېږي.
تشیال کې د جاذبې قوې نشتوالی هم په دې مانا دی چې هرڅه بې وزنه وي، ځکه ستورمزلي تګ یا ورځني کار کې هغسې ډېره انرژي نه کاروي چې موږ یې د ځمکې پر مخ لرو.
خو ستورمزلي د ورځني نرمښت لپاره ډېر وخت لګوي چې بدن یې تشیال کې د ژوند له شرایطو اغېزمن نه شي.
دا چارې یې جامي ګونځې او خولې کولی شي.
ځکه داسې وخت را رسېږي چې دوی باید ځینې خیرنې جامې څنډې ته کړي.
ځینې دا جامي هغه باري ستوربېړۍ کې اچول کېږي چې د ځمکې برخه کې سوځول کېږي، خو ګرانبیه جامې لکه تشیالي کالي د مینځلو او رغولو لپاره ځمکې ته استول کېږي.
اوس ناسا د ستورمزلو د جامو مینځلو لپاره په داسې لار موندلو پسې ګرځي چې کالي له کارولو وروسته ونه غورځوي.
دا تشیالي اداره وايي، د تایډ کمپنۍ د جامو مینځلو موادو په همکارۍ داسې لارې ارزوي چې تشیال مرکز کې د ستورمزلو جامې لږ سرچینو سره پاکې شي.
ټایډ کمپنۍ تشیال کې کار وړ مینځونکی ډیزان کړی دی او وايي، د جامو پاکي زیاتوي او د ستورمزلو د جامو د خیرنوالي ستونزه اواروي.
دا مینځونکی به هغه باري ستوربېړۍ کې واچول شي چې پر ۲۰۲۲ کال نړیوال تشیال مرکز ته توغول کېږي او هلته به وازمویل شي.