'انټرنټ اکسپلورر' راتلونکی کال خپلو کاروونکو سره خدای پاماني کوي

د عکس سرچینه، Microsoft
مایکروسافټ تکنالوژۍ شرکت اعلان کړی دی چې خپل یو تر ټولو مشهور او ډېر کارېدونکی پروګرام، انټرنټ اکسپلورر' به د راتلونکي ۲۰۲۲ کال له جون وروسته بندوي.
انټرنټ اکسپلورر د نړۍ یو تر ټولو مشهور براوزر دی او ۲۶ کاله وړاندې له 'وېنډوز ۹۵' سره یو ځای د انټرنټ نړۍ ته راغلی و.
خو مایکروسافټ اعلان کړی چې دا پروګرام به له راتلونکي کاله د 'وېنډوز لس' برخه نه وي.
یاد شرکت له تېرو څو کلونو راهیسې د دې پروګرام د تړلو نیت درلود، خو په ۲۰۱۹ کال کې اړ شو چې د امنیتي دلایلو له کبله یې د لنډې مودې لپاره فعال پرېږدي.
هغه مهال د اندازې له مخې ۸ سلنه خلکو لا هم 'انټرنټ اکسپلورر' کارولو.
د دې پروګرام بدیل یا ځایناستی 'مایکروسافټ اېج' نومېږي، چې د براوزنګ یا وېبپاڼو پرانیستلو او کتلو اسانتیا به هم ولري.
ډېر چټک، ډېر خوندي بدیل

د عکس سرچینه، Getty Images
ځینې پخوانۍ وېبپانې او پروګرامونه د انټرنټ پخوانۍ تکنالوژۍ پر بنسټ جوړ شوي وو، او نویو براوزرونو کې یې پرانیستلو جنجال کاوه.
اوس د 'مایکروسافټ اېج' چمتو کوونکي وایي، دا نوی پروګرام تر پخواني 'انټرنټ اکسپلورر' چټک او ډېر خوندي دی، او د براوزنګ نوې بڼه وړاندې کوي.
له ۲۰۰۰ کاله نیولې بیا تر ۲۰۰۵ کاله پورې نړۍ کې ۹۰ سلنه انټرنټ کاروونکو 'انټرنټ اکسپلورر' کارولو.
خو په ۲۰۱۳ کال کې د مایکروسافټ شرکت له دې کبله ۵۶۱ میلیونه ډالره جریمه شو چې خپل وېنډوز پراګرام کې یې نوی او بهتره براوزر نه و شامل کړی.
یاده دې وي چې دا مهال 'ګوګل کروم' په نړۍ کې تر ټولو ډېر کارېدونکی براوزر دی.
د مایکروسافټ نوی فونټ
مایکروسافټ شرکت همدا راز اعلان کړی چې د خپل اوسني فونټ یا لیکدود بدلولو په اړه فکر کوي.
یاد شرکت له ۲۰۰۷ کال راهیسې خپلو ټولو پروګرامونو کې د 'کلېبري' فونټ کاروي.
خو اوس مایکروسافټ خپلو کاروونکو ته پنځه فونټونه یا لیکدودونه د غوراوي لپاره وړاندې کړي، او هر یو چې ډېر مینه وال ولري، هغه به د دې شرکت په راتلونکو پروګرامونو کې کارول کېږي.








