د فېسبوک او اپل ترمنځ د سختې جګړې لامل څه دی؟

د اپل شرکت مشر (کیڼ) تیم کوک او د فیسبوک بنسټګر مارک زوکربرګ

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د اپل شرکت مشر (کیڼ) تیم کوک او د فیسبوک بنسټګر مارک زوکربرګ

د کوکا کولا او پیپسي، بوېینګ او ایربس، مکډونالډ او برګر کېنګ په څېر د لویو شرکتونو ترمنځ په سیالیو او شخړو کې ګډ ټکی دا دی چې هر یو غواړي بازار کې مخکښ اوسي.

خو د دوو امریکايي شرکتونو اپل او فیسبوک ترمنځ دوښمني یوڅه ناشنا په دې ده چې دواړه بازار کې د سیالۍ په درشل کې نه دي.

د دواړو شرکتونو ترمنځ یوازېنی مشترک ټکی دا دی چې دواړه د ټیکنالوجۍ لوی شرکتونه دي.

د فېسبوک د عوایدو اصلي سرچینه اعلانونه دي، خو اعلانونه اپل ته ډېره کمه ګټه کوي، بلکې د کاریالونو له لارې ډېره ګټه ترلاسه کوي.

دواړه شرکتونه له یوبل سره سیالي نه کوي، خو ترمنځ یې ټینګه دوښمني له ورایه ښکاري.

د پېر او پلور وړ توکي

د اپل شرکت مشر تیم کوک څو کاله مخکې ویلي وو، چې فېسبوک له خپلو کارنو سره د پېر او پلور د یوه توکي په توګه معامله کوي، چې له خپلو اعلانونو او خبرتیاوو پیسې ترلاسه کړي او د کارنو پر "شخصي معلوماتو لوبې" کوي.

خو د فېسبوک بنسټګر او مشر مارک زوکربرګ وايي، د اپل تولیدات ډېر ګرانبیه دي، همدا ده چې پر فېسبوک د نیوکې لپاره پټ لاملونه لري.

تېر کال اپل په بشپړ ډول د فېسبوک اړوند د پرمختګ ځینې ځانګړي توکي پټ کړل او څه موده مخکې د دواړو شرکتونو ترمنځ د دوی اختلاف برملا او په خپلو کې یې اړیکي لا ترینګلي شول.

پر ټپ مالګه اچول

تیم کوک

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د اپل شرکت مشر تیم کوک څو کاله مخکې ویلي وو، چې فېسبوک له خپلو کارنو سره د پېر او پلور د یوه توکي په توګه معامله کوي، چې له خپلو اعلانونو او خبرتیاوو پیسې ترلاسه کړي او د کارنو پر "شخصي معلوماتو لوبې" کوي.

د روان کال لومړیو کې اپل ویلي وو، د روڼتیا څارلو په نامه یو کاریال (اپ) پیلوي، چې خپلو مشتریانو ته د هغوی د شخصي معلوماتو په اړه لا ډېر واک او کنټرول ورکړي.

دغه کاریال دوی ته دا واک ورکوي چې د فېسبوک په څېر نورو کاریالونو ته د هغوی د شخصي معلوماتو ورکولو کې د رد او موافقې غوراوی ولري، چې مخکې دا غوراوی موجود نه و، بلکې یوازې د (موافق) تڼۍ وه.

دا فېسبوک ته یو لوی سرخوږی دی؛ ځکه چې د ډېرې ګټې وټې لپاره اعلانونه خپروي او په ښکاره یې ویلي چې دغه کاریال به د دوی کاروبار ته ډېر زیات زیان واړوي.

اپل تر راتلونکي کال د دغه کاریال خپرېدل وځنډول چې په دې موده کې به د فېسبوک پرمختیا کارمنو ته کافي وخت ورکړي.

مصنوعي جګړه

د اپل لپاره به دا یو لوی زیان وي که د ایفون کارن یې فېسبوک، وټس اپ او انسټاګرام کاریالونه ونه لري.

برعکس هم، که ایفون کې کارن فېسبوک ونه لري، نو ایا د خواله رسنیو د بدیلو کاریالونو په لټه کې به شي؟ نو غوره به دا وي چې د دواړو شرکتونو ترمنځ اړیکي قوي او ښه وي، چې اوس داسې نه دي.

مارک زوکربرګ

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، مارک زوکربرګ

د اپل شرکت یوه کارپوهه کارولینا میلانیسي یوه له هغو کسانو ده چې باور لري دواړه شرکتونه نړۍ ته په جلا نظر ګوري او ترمنځ یې دوښمني تر ډېره له کلتوري او شخصي اړخه ده.

دا وايي: "له فلسفي اړخه دوی دواړه بشپړ توپیر لري. کله چې اپل له مشتریانو سره د فېسبوک چلنلار ته ګوري، نو د حسادت احساس کوي او پوښتي چې ولې یې ځیرک ټیلیفونونو کې د فېسبوک کاریال ته اجازه ورکړې".

که څه هم دواړه شرکتونه له یو بل سره په وهمي جګړه کې ښکېل دي، خو په حقیقت کې هر یو بل ته اړتیا لري.