ایټالیا ولې اپل شرکت ۱۰ میلیون یورو جریمه کړ؟

د عکس سرچینه، Getty Images
ایټالیايي چارواکو د اپل شرکت دا ادعا تېر اېستونکې بللې چې ځینې ایفونونه یې د اوبو په وړاندې مقاومت لري او د همدې ادعا له کبله یې دا شرکت ۱۰ میلیون یورو جریمه کړی دی.
د ایټالیا د ملي سیالۍ ادارې موندلي چې د اپل ادعاوې د ریښتینې نړۍ له طبیعت سره سر نه خوري، ځکه چې ایفونونه یې په ازمېښتونونو کې د ازموینو پرمهال یوازې په پاکو اوبو کې ازمویل شوي وو.
یاد بنسټ وايي، اپل په اوبو کې د خرابېدونکو موبایلونو ضمانت نه اخلي.
اپل په اعلانونو کې ویلي، چې ځینې ایفونونه یې تر ۳۰ دقیقو پورې په ۴ متره ژورو اوبو کې مقاومت لرلی شي.
له دې کبله پرېکړه دا شوه چې د ایفون په اړه اعلانونه تېر اېستونکي یا غولوونکي دي.
اپل شرکت سپارښتنه کوي، چې د لامبو یا شاور اخیستو پرمهال باید خلک ایفون له ځانه لیرې کړي. اپل وايي، د مایعاتو له کبله ایفون کې ستونزه رامنځ ته کېدل په ضمانت کې نه راځي.
خو ایټالیايي چارواکو ویلي، د اوبو له کبله د ایفون خرابوالي کې د ضمانت نشتوالی د مشتري د قانون له ۲۴ او ۲۵ مادو سرغړونه ده.
اپل شرکت د دواړو مخالفتونو له کبله ۵-۵ میلیون یورو جریمه شوی دی.
اپل دې تبصرې ته غبرګون نه دی ښودلی.









