فېسبوک 'مسېنجر' کې د کاروونکو خبرو ته غوږ نیول شوی

د عکس سرچینه، Getty Images
ځینې نوي معلومات رابرسېره شوي چې فېسبوک شرکت پر فېسبوک مسېنجر د کاروونکو غږیزو خبرو او غږیږ بنډار ته غوږ نیسي او ان په کاپي کولو یې هم سرپه نه کوي.
اوس په نړۍ کې د خواله رسنیو دا تر ټولو لوی شرکت (فېسبوک) له دې تور سره مخامخ دی چې ګني زرګونه کار کوونکي یې په فېسبوک مسېنجر کې د خلکو خبرو ته غوږ نیسي.
فېسبوک مخکې هم منلې وه چې کارکوونکي یې له بهرني اړخه د کاروونکو خبرو ته غوږ نیسي، وړاندې ګوګل، اپل، مایکروسافټ او امازون شرکت هم ورته تورونه منلي وو.
خو فېسبوک وايي، له "یوې اونۍ راهسې یې" پر مسېنجر د کاروونکو د خبرو ته غوږ نیول درولي دي.
امریکايي بلومبرګ خبري اژانس چې دا خبر لومړی ځل خپور کړی ویلي، د فېسوک کارکوونکو ته د فېسبوک مسېنجر د کاروونکو د خبرو یوه کاپي ورکړل شوې، خو دوی نه پوهېږي چې دا خبرې څرنګه ترلاسه شوې.
فېسبوک ویلي دا کار ځکه کېږي چې کارنو د خبرو کاپي کولو غوراوی فعال پرېښی، همدا ده چې په ټیلیفونونو کې یې د مایکروفون خبرې فېسبوک ته استول کېږي.
د فېسبوک یوې ویاندې ویلي: "د ګوګل او اپل په څېر، موږ هم یوه اونۍ مخکې د خلکو خبرو ته غوږ نیول درولي دي".
په ایرلنډ کې د ډېټا ساتنې استازولي د اروپايي ټولنې منځ کې د فېسبوک د کارنو د معلوماتو خوندیتابه لپاره د فېسبوک پر کړنو اصلي څارنه کوي.










