د اپل مشر ټیم کوک میلیاردر شو

Apple chief executive Tim Cook has moved into billionaire status.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، ښاغلی کوک نهه کاله مخکې د اپل د بنسټګر سټیو جابز ځای ناستی شو.

د اپل شرکت د ونډو له ډېرېدو سره ددغه شرکت اجراییوي مشر " ټیم کوک" ټیک سټاک، د میلیاردرانو په کلب کې شامل شو. په بازار کې د اپل شرکت ارزښت په لوړېدو دی.

ښاغلی کوک (۸۴۷٫۹۶۰) مستقیمې ونډې لري او تېر کال یې تر ۱۲۵ میلیونه ډالره ډېره ګټه ترلاسه کړه. بل لور ته تېره اونۍ د فېسبوک د څښتن مارک زوکربرګ شتمني سل میلیارده ډالرو ته ورسېده.

د اپل، فېسبوک او امازون په ګډون د ټیکنالوجۍ شرکتونو ګټه د کوویډ - ۱۹ ناروغۍ له امله ډېره شوې او ډېری خلک په انلاین بڼه کارونه مخته وړي.

په سیلیکان دره کې مېشت اپل شرکت اوس خپل یو مهم فعالیت بندوي چې ارزښت یې ۲ ټریلیون ډالره و.

دوه کاله مخکې دا لومړنی شرکت و چې ارزښت یې یو ټریلیون ډالرو ته رسېدلی و.

ښاغلی کوک نهه کاله مخکې د اپل د بنسټګر سټیو جابز ځای ناستی شو.

د هغه حیثیت د نوموړي د شتمنیو پر بنسټ دی.

زوکر برګ

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، ښاغلی زوکیر برګ د سل میلیارده ډالرو لرونکو په کوچنۍ ډله کې شامل شو

د فېسبوک بنسټګر مارک زوکربرګ ژمنه کړې وه چې له خپلې ډېری ونډې به تېر شي.

زوکربرګ د امازون له مشر جیف بیزوس او ټیسلا ایلون مسک سره د خپلو لویو شرکتونو جوړولو له لارې، چې ډېرې ونډې یې پکې لرلې، ډېره شتمني ترلاسه کړه.

د پرتلې په ډول، په اپل کې د ښاغلي کوک ونډه ډېره کمه (یعنې ۰٫۰۲ سلنه) ده.

د امریکا کالیفورنیا ایالت د فدرالي او ایالتي مالیو پربنسټ، ښاغلی کوک د لوړ عاید ترلاسه کوونکي په توګه د ۵۰٪ سلنه مالیې له ورکولو سره مخامخ دی.