داسې مڼه چې تر یو کاله پورې نه خرابېږي

Shiny red apples in a bowl

د عکس سرچینه، PVM

د عکس تشریح، دې مڼې دا نسل لومړی ځل په ۱۹۹۷ کال کې د واشنګټن ایالت پوهنتون لخوا کرل شوی و

د یکشنبې پر ورځ د امریکا بازارونه ته د مڼې یو داسې نوی نسل راووځي چې په چمتو کولو کې یې دوه لسیزې وخت لګېدلی، او ادعا کېږي چې په یخچال کې تر یوه کاله پورې هم نه خرابېږي. دې مڼې ته د کاسمېک کرېسپ نوم ورکړل شوی او په لومړي ځل په ۱۹۹۷ کال کې د واشنګټن ایالت پوهنتون لخوا کرل شوې وه.

ویل کېږي چې دا مڼه لږه ستخه او ترسکونه ده او ډېرې اوبه لري، او د نسل په جوړولو یې لس میلیونه ډالره لګېدلي دي. د واشنګټن ایالت باغدارانو ته د راتلونکې یوې لسیزې لپاره ځانګړې اجازه ورکړل شوې چې دا مڼه وکري.

د واشنګټن ایالت پوهنتون کې د دې مڼې د چمتو کوونکې ډلې یوه مشره کېټ اېونز وایي، دا مڼه هم خوږه او هم تروشه ده، او ډېرې اوبه لري.

اغلې ایونز وایي، د دې مڼې پوستکی په ځنډ سره پخېږي او که یخچال کې کېښودل شي نو له لسو تر دولسو میاشتو پورې سمه او د خوړلو وړ پاتې کېږي.

مڼې

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، واشنګټن ایالت په امریکا کې تر ټولو ډېرې مڼې تولیدوي

په واشنګټن ایالت کې د دې مڼې کرلو لپاره کابو ۱۲ میلیونه اجازت لیکونه وېشل شوي، او د امریکا په نورو برخو کې یې د کرلو اجازه نشته.

ویل کېږي چې د دې مڼې پر سره پوستکي سپین خالونه په اسمان کې ستورو ته ورته دي، او له همدې کبله د کاسمېک کرسپ نوم ورکړل شوی دی.

واشنګټن ایالت په امریکا کې تر ټولو ډېرې مڼې تولیدوي او نورو برخو ته یې لېږي، خو په دې وروستیو کې یې د مڼو پر وړاندې سیالي ډېره شوې.

په امریکا کې مڼه تر کېلې وروسته دویمه تر ټولو ډېره خرڅېدونکې مېوه ده.