څېړنه: د چایو له کڅوړو پیاله کې میلیاردونه کوچني پلاستیکي ذرات پاتې شوي

د عکس سرچینه، Getty Images
یوه نوې څېړنه ښيي چې د اعلی کیفیت لرونکو چایو ځینې کڅوړې ښايي په پیاله کې میلیاردونه میکروسکوپي یا خورا کوچنې ذرې پرېږدي.
کاناډايي څېړونکي وايي، د چایو ځینې پلاستیکي کڅوړې په اوبو کې د میکرو پلاستیک خورا ډېر مقدار پرېږدي. د نلونو او بوتلونو په اوبو کې او دغه راز په چاپیریال او ځينې خوړو کې هم پریمانه میکروپلاستیک موندل شوی دی.
د روغتیا نړیوال سازمان (ډبلیو ایچ او) مسئولین بیا وايي د څښاک په اوبو کې د دغسې ذراتو شتوالی روغتیا ته خطر نه ښکاري. خو دغه مسئولین دا هم وايي، څېړنه د (محدودو معلوماتو) پر بنسټ شوې او پر دې موضوع یې د لا پراخو څېړنو غوښته کړې.
د کاناډا مونتریال مکګیل پوهنتون څېړونکي هم غواړي روغتیا ته د ( ۵ م م) په کچه د هر ډول میکروپلاستیک ذراتو اغېز په تړاو نوره څېړنه هم وشي.
څېړونکو څلور ډوله داسې چای اخیستی و، چې په پلاستیکي کڅوړو کې پلورل کېږي.
که څه هم د چایو دغه ډولونه تر ډېره حده په کاغذي کڅوړو کې پلورل کېږي، خو ځینې مشهور شرکتونه د خپلو چایو لپاره د کاغذي هغو پر ځای یو ډول پلاستیکي جالۍ لرونکې کڅوړې کارووي.

د عکس سرچینه، Getty Images
څېړونکو د چایو له ایستلو وروسته دغه ډول کڅوړې په ۹۵ درجې ګرمو اوبو کې داسې وهلې لکه چای چې دم کېږي.
دوی وايي له یوازې یوې دغسې کڅوړې ۱۱ اعشاریه شپږ میلیارده میکروپلاسټیک او درې اعشاریه یو میلیارده کوچني نانو پلاستیکي ذرات په تودو اوبو کې پاتې شول.
ویل کېږي دغه ذرات له میکروسکوپي عدسو پرته په بشپړه توګه له انساني سترګو پټ پاتې کېږي. څېړونکې لورا هیرناندیز وايي، دوی پخوانیو موندنو ته په پام سره وروستیو پایلو حیران کړي دي.
نوموړې زیاتوي ښايي یوه وجه دا هم وي، چې دوی د چایو کڅوړې د نیم ګرمو پر ځای په اېښېدونکو اوبو کې وهلې، خو په خبره یې د هغو کسانو لپاره دا څېړنه له بازاره د چایو رانیولو لړ کې د لا خبردار اوسېدو یو ښه فرصت دی چې غواړي د پلاستیک له استعماله ځان وژغوري.








