تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
اروپايي پارلمان: د روبوټ حیثیت به څه وي "برېښنايي انسان"؟
اروپايي پارلمان په دې بحث کوي چې روبوټونو ته د واکونو او اصولو کړنلاره وټاکي او دا چې روبوټ ته د "برېښنايي انسان " حیثیت ورکړي که نه.
د دغه پارلمان له خوا یو رپوټ وایی چې نړۍ د نوي صنعتي انقلاب په درشل کې دی او دا چې ربوټونو ته حقوقي واک ورکړی شي؟ ځکه دوی کولی شي په یوې ټنۍ یا بټنې انسان ووژني.
په دغه راپور کې ټینګار پر دې شوی چې روبوت باید د ژر مړ کولو یا وژلو یوه تڼۍ یا بټنه ولري چې کله اړتیا پېښېږي، د هغې پر کښېکاږلو روبوت له کاره ولوېږي.
رپوټ وايي د نوې تکنالوژۍ له پرمختګ سره چې د روبوت، بوتس، اندروید او هر هغه نور توکي پکې راځي چې مصنوعي ځیرکتیا لري، ټولنې هره برخه اغېږمنه شي.
په نوي عصر کې تر ټولو مهم بحث دا دې چې روبوټونه به راتلونکې کې د ډېرو کارونو جوګه وي او اندېښنې د انسانانو د کارونو پر سر راپورته کېږي. نو راپور دا خبره مطرح کوي چې کېدی شي غړي هېوادونه، په داسې حال کې چې کارونه روبوت غلا کوي، انسانانو ته یوه اندازه معاش وټاکي.
د روبوت او انسان تر منځ اړیکه د محرمیت، انساني عزت او فزیکي خوندیتابه مسله هم په هغه وخت کې راپورته کوي چې یو روبوت خراب یا هک شی.
یو له مهمو ټکو دا دی چې د روبوټ جوړوونکو، ډیزاین کوونکو او چلوونکو ته داسې قوانین وضع کړای شي چې هم د ماشین پر سیستم او هم یې پر کارولو تطبیق شي.
قانون کې به ټینګار پر دې وي چې روبوټ د انسانانو روغتیا ته ګواښ پېښ نه کړي او د کار د ډول او څرنګوالی له مالومولو سره سم چلند وکړي.
که وړاندیز شوی قانون د اروپايي ټولنې له خوا ومنل شي، بېلابېلو دولتونو ته به د لا ډېر بحث لپاره واستول شي.