په روسیه کې د سیګرټو پر ناقانونه کولو غور کېږي

د عکس سرچینه، .
د روسیې روغتیا وزارت په دې غور کوي، چې پر ۲۰۱۴ کال یا له هغه وروسته پر زېږېدلو ټولو کسانو سیګرټ ونه پلورل شي.
دا د تمباکو پرضد د روسیې د سیاسي مشرانو یوه سخته هڅه ده.
د دغه نسل پر خلکو به له ځوانېدلو یا بلوغ ته تر رسېدلو وروسته هم دغه بندیز لګېدلی وي.
اوس خو پر دغه چار د غور کولو خبره کېږي، خو که پلې شي، نو په روسیه کې به سیګرټ څکول ناقانونه شي.
د روسیې وېبپاڼه ایزویستیا وايي، یو حکومتي لاسوند یا سند یې کتلی، چې د ۲۰۱۷ او ۲۰۲۲ کالو ترمنځ او له هغه وروسته یې هم د تمباکو په ضد د حکومت د ستراتیژۍ یادونه کړې ده.
د دې وېبپاڼې د رپوټ له مخې د روسیې د بهرنیو چارو وزارت منلې، چې په دې برخه کې به پراخ حکومتي کار کېږي.
ټایمز ورځپاڼې ته د روسیې د روغتیا جرګه ګۍ یوه غړي نیکولای ګراسیمنکوف ویلي، 'دا موخه په اصولو کې بلکل ټیک ده'.

د عکس سرچینه، .
د سیګرټ څکولو خلاف چارو کې ښکېل کسان وايي، چې دا ډول هڅې د نړۍ په نورو سیمو کې هم شوې، خو حکومتي همکاري ور سره نه وه.
په روسیه کې اوس هم د استوګنځیو په پوړیو( زینو)، بسونو، اورګاډو، تمځیو او د هوايي ډګر پنځلس مترۍ کې سیګرټ څکول منع دي.
په روسیه کې سیګرټ څکول د نړۍ په پرتله ډېر زیات دي او ۴۰ سلنه وګړي یې سیګرټیان دي.
ویل کېږي چې په دغه هېواد کې د ۲۲ میلیارد ډالرو په ارزښت د سیګرټو سوداګري شته.








