تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
'د وینې معاینې له لارې د زړه احتمالي حملې معلومول ممکن دي'
ماهرین وايي، د وینې یوې ارزان بیه معاینې له لارې اوس دا معلومیدای شي، چې په ظاهره یو روغ رمټ کس تر کومه حده د زړه په رنځ د اخته کېدو له خطر سره مخامخ دی.
ماهرین وايي د کولېسټرول او وینې فشار د معایناتو پرتله دغه معاینه د زړه په رنځ د اخته کېدو احتمال په کره توګه څرګندوي.
دغه څېړنه کې چې د برټش هارټ فاونډېشن په مرسته شوې، ویل شوي دي، په ټروپونن نومي دغه معاینه کې هغه پروټین لیدل کېدای شي، چې د زړه له ناروغو پلو وځي.
ډاکټرانو د هغو مېرمنو او نارینه وو دغه معاینات پیل کړي، چې فکر کوي د زړه له حملې سره مخامخ شوي وو. خو د اډنبرا او ګلاسګو پوهنتونونو څېړونکي وايي، دې سره وار له مخه د زړه د احتمالي حملې امکان معلومېدای شي.
څېړنه کې پروفېسور نکولس ملز او همکاران یې وايي، هغه کسان چې وینه کې یې ټروپونن ډېر وي د زړه په رنځ د اخته کېدو احتمال یې ډېر وي یا دا چې ښايي د زړه د رنځ له کبله ښايي تر راتلونکو ۱۵ کلونو پورې ژوند له لاسه ورکړي.
ماهرین فکر کوي، د کولیسټرولو لږونکې دوا ورکولو په وسیله کېدای شي د دغو کسانو په وجود کې د ټروپونن کچه لږ شي.
څېړنه کې داسې ۳۳۰۰ کسان شامل وو، چې د کولېسټرولو کچه یې لوړه وه، خو د زړه پر رنځ اخته نه وو. څېړونکي اوس غواړي پر ښځو هم دغه ازموینه وکړي.