لندن شاهي روغتون کې د نوزېږو د بدلېدلو وېره پیدا شوې

نوزېږي

د عکس سرچینه، .

د عکس تشریح، د برتانیا د خوندیتوب څارلو کمېسون وايي، د نوزېږو نومونه د دوی پېژندلو کې ډېر مهم دي.

د لندن د یوه روغتون په زېږنتون کې له هغه وروسته د امنیت ښه کولو سپارښتنه وشوه، چې د مور پلار له خوا 'کور ته د پردي ماشوم' د وړلو اندېښنه پیدا شوه.

په برتانیا کې د خوندیتوب څرنګوالي کمېسون، لندن شاهي روغتون ته ویلي چې د ماشومانو د نوم په څارلو کې بې پروايي ماشومانو او د هغوی کورنیو ته خطر لري.

په وایټ چیپل روغتون کې تېر کال څلور زره شپږ سوه پنځه څلوېښت ماشومان زېږېدلي دي.

په تېر جولای کې د وایټ چیپل روغتون د کتلو پر مهال څارونکو ته ډاګیزه شوه چې د زېږون برخه کې د ټولو مېرمنو د خدمت لپاره مناسب شمېر رنځپالې یا قابلې نشته.

د دې روغتون چلوونکي بنسټ( ملي روغتیا خدمتونو بنسټ) ته ویل شوي، دا چې زېږنتون څانګه کې یې د کارکوونکو شمېر کم دی، نو د امنیت د ښه والي لپاره باید سملاسي ګامونه پورته کړي.

د خوندیتوب څار کمېسون په رپوټ کې راغلي، په روغتون کې د ځینې زېږېدلیو ماشومانو نومونه پر دوی نه وو لیکل شوي، له دې وروسته دا وېره ډېره شوه چې د یوه ماشوم په ځای د بل ماشوم درملنه کېدلی شي او میندې د خپل ماشوم په ځای پردی ماشوم وړلی شي.

ماشوم

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، څارونکي وايي، که د ماشوم پېژندلو هڅې ډېرې نه شي، میندې پلرونه به د خپلو په ځای پردي ماشومان له ځان سره وړي.

د روغتونونو مشر څارونکی سر مایک ریچرډز وايي، نورې ډېرې مسلې یې هم د دې بنسټ د سملاسي پام ور اړولو لپاره را پورته کړې.

'په زېږنتون او د ښځو ناروغیو په برخه کې د خدمتونو معیار هم سخت اندېښمن کړي یو'.

له بلې خوا د برتانیا د ملي روغتیا خدمتونو بنسټ وايي، دوی له دې مخکې هم د ماشومانو د خوندیتوب لپاره هڅې کړې چې په هغو کې د سترګو نښې اخیستل هم راځي.

د دې بنسټ یو ویاند وایي، 'موږ په لندن شاهي روغتون کې د ماشومانو د خوندیتوب د لا ښه والي لپاره سملاسي اقدامات وکړل'.

'پر دې خبره زور اچول پکار دي چې دا رپوټ پر پنځه میاشتې مخکې لیدنو کتنو ولاړ دی، له هغه راهیسې موږ خپل اصول او کاردود د عدلي طب په رڼا کې پرمخ بیایو'.