چین د اختراع د امتیاز ثبتولو کې پر امریکا مخکې شو

د عکس سرچینه، Getty Images
د فردي ملکیت د نړیوالې ټولنې د کلني راپور پربنسټ، له چین څخه د اختراع د امتیاز د حق ثبتولو لرلو له اړخه تر یو میلیون ډېر غوښتنلیکونه شوي، چې په دې سره یې پر امریکا ځان مخکې کړی دی.
یاد سازمان د اختراع د امتیاز حق ثبتولو دغه شمېره "استثیايي" بللې ده.
تر ډېره د ابتکار غوښتنې د اړیکو، محاسبې، ترانسپورت او طبي ټکنالوژۍ په برخو کې شوې دي.
د چین حکومت شرکتونه د اختراع د حق ثبتولو وړاندیز کولو ته هڅوي.
خو ګڼ کارپوهان بیا شک لري چې ایا رښتیا هم چین تر نورو هېوادونو په ابتکار کې مخکښ دی.
د فردي ملکیت د نړیوال سازمان د راپور له مخې، په ۲۰۱۵ کال په ټوله نړۍ کې د اختراع د حق ثبتولو ټول ټال ۲٫۹ میلیون غوښتنې شوې، چې د وړم کال په پرتله ۷٫۸ سلنه ډېروالی ښيي.
چین دا وړتیا لري چې دا شمېره لوړه کړي. یاد سازمان په ۲۰۱۵ کال په چین کې د اختراع د حق ثبتولو یو میلیون ۱۰۱ زره او ۸۶۴ وړاندیزونه ترلاسه کړي.
چین پر جاپان، جنوبي کوریا او امریکا ټولو اوس مخکې شوی دی.
خو چینايي مخترعین په بهر کې د خپلو اختراع ګانو د امتیاز ثبتولو کې تر ډېره محافظه کار پاتې شوي.
د اختراع د حق ثبتولو سازمان وايي، د چین هواوي او د ټیلیفون زي ټي اي شرکت تر نورو هغو د اخترا ثبتولو ډېر وړاندیزونه کړي.
له اټکل لږ

د عکس سرچینه، Getty Images
چین له تېرو کلونو راهیسې هڅه کوله چې د اختراع د امتیاز د حق ثبتولو کې لومړی مقام خپل کړي، چې دې کار یې په کور د ننه شرکتونه ډېر فعالیت ته هڅولي دي.
په چین کې د شخصي فکري ملکیت اړوند دفتر وړاندې ویلي وو، هوډ لري چې په ۲۰۱۵ کال کې د اختراع د امتیاز حق ثبتولو کچه دوو میلیونو ته لوړه کړي.








