
تر اوسه کومې ډلې ددې برید پړه نه ده منلې.
د پاکستان خیبر پښتونخوا قبایلي سیمې جمرود په یوه مارکیټ کې چاودنې لږترلږه پنځلس کسان وژلي او تر څلوېښتو ډېر نور یې ټپیان کړي دي.
عیني شاهدانو ویلي، چې بم په یوه داسې مارکیټ کې وچاودېد، چې د خلکو زښته ډېره ګڼه ګوڼه په کې وه.
مارکیټ د قبایلي چارواکو دفترونو ته نژدې پرت دی.
تر اوسه کومې ډلې ددې برید پړه نه ده منلې.
سیمه ییزو چارواکو ویلي، چې په برید کې دوه ښځې هم وژل شوې دي.
د روان کال په جنورۍ کې او اپریل مېاشتو کې هم په جمروډ کې پر دوو مسافر وړونکو ګاډو چاودنو ګڼ کسان ووژل شول.
همدارنګه، په دغه سیمه کې په یوه جومات کې ځانمرګي برید پنځوس کسان ووژل.
دغه چاودنه ایله یوه ورځ وروسته تر هغه شوې، چې اورپکو په ۱۵ ساعته نښته کې د پېښور پر هوايي ډګر برید وکړ، چې لږترلږه نهه برید کوونکي په کې ووژل شول.
ویل کېږي، چې په وژل شوو اورپکو کې یې زیاتره اوزبک توکمه سخت دریځي جنګیالي وو.
پاکستاني طالبانو د برید پړه منلې وه.
د پېښور هوايي ډګر
د پېښور هوايي ډگر د ښار په داسې سيمه کې پروت دى چې شاوخوا يې د خلکو کورونه دي. يو لور يې قبايلو سيمو ته نژدې دى چې پخوا هم ترې د توغنديو گوزار شوى و.
د پېښور هوايي ډگر نړيوال دى او تر بريد وروسته ترې د الوتکو کښته پورته کېدل ځنډول شوي وو. خو دغه لړۍ د یکشنبې په ورځ بېرته پرانستل شوه.
دغه هوايي ډگر د پاکستان پوځ د خپلو پوځي الوتکو او چورلکو لپاره هم کاروي.












