
ملا نذیر د پاکستان پلوه طالبانو قومندان بلل کېږي.
د جنوبي وزیرستان په مرکز واڼه کې د یوه برید په پایله کې طالب قومندان ملانذیر ټپي شوی دی.
په دغه برید کې شپږ کسان وژل شوي او ۱۴ ټپیان دي.
د بي بي سي سیمه ییز خبریال وايي برید هاغه مهال د واڼه په رستم بازار کې وشو، چې ملا نذیر د ټیلیفون کولو لپاره له خپل ګاډی کوز شو.
رپوټ کې ویل شوي، چې له ګاډي نه د ملا نذیر له کوزېدو سره سم یوه ځوان هلک خپل موټر سایکل، چې باروت په کې ځای پرځای شوي وو، د هغه له ګاډي سره ټکر کړ.
ځايي چارواکي وايي پر موټر سایکل سپور ځوان ځانمرګی برید ګر و.
په دغه برید کې ملا نذیر برسېرن ټپي شوی، خو د نوموړي د ډلې یو بل قومندان محمد نور د برید له کبله سخت ټپي شوی دی.
"په لومړي سر کې نوموړی په سیمه کې د بیت الله مسید د استازي په توګه پېژندل کېده، خو د وسله والو طالبانو تر منځ د اختلافاتو له رابرسېره کېدو وروسته له حافظ ګل بهادر سره ملګری شو."
ملا نذیر د جنوبي وزیرستان د احمدزی وزیر قبیلې اړوند دی او په شمالي وزیرستان کې د حافظ ګل بهادر له وسله والې ډلې او د مجاهدینو د اتحاد شورا نومي ډلې سره نژدې اړیکې لري.
په لومړي سر کې نوموړی په سیمه کې د بیت الله مسید د استازي په توګه پېژندل کېده، خو د وسله والو طالبانو تر منځ د اختلافاتو له رابرسېره کېدو وروسته له حافظ ګل بهادر سره ملګری شو.
نوموړی اوس د افغان وسله والو طالبانو مشر ملا محمد عمر خپل رهبر بولي.
د ملا نذیر ډلې د نهو قومندانانو د وژلو تور پر پاکستاني طالبانو لګول کېږي، خو دغې ډلې د ۲۰۰۷ کال په اوږدو کې په خپله سیمه کې د دېره ازبکانو د وسله والې ډلې پر ضد خونړۍ جګړه وکړه.
ملا نذیر د پاکستان پلوه طالبانو قومندان بلل کېږي.
د ۲۰۰۸ کال په اوږدو کې د ملانذیر په مشرۍ د ځايي خلکو یوې ډلې په خپله سیمه کې د ازبک وسله والو په ضد د پاکستاني پوځ تر څنګ عملیاتو کې برخه درلوده.
له هغو عملیاتو وروسته د ځايي طالبانو او پاکستاني پوځ تر منځ د سولې یوه هوکړه رامنځ ته شوه.












