رحیم الله یوسفزی

د خیبر پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان ښار کې د عاشورا ویرکوونکو لاریون ته څېرمه بمي چاودنه شوې چې په پنځه کسه یې وژلي او ۹۰ تنه نور ټپیان دي.
چاودنه د دغه ښار په مسګران سیمه کې شوې.
د شنبې په ورځ (د نومبر ۲۴مه) ورته چاودنې د ماشومانو په ګډون همدلته اته کسان ووژل.
له بي بي سره د خبرو پر مهال د ډېره اسماعیل خان د پولیس یوه مشر محمد حنیف وویل چاودنه د سړک غاړې په یوه دکان کې شوې ده. د ده په وینا چاودېدونکي توکي په دغه دکان کې ځای پر ځای شوي و چې د لاریون د تېرېدو پر مهال وچولی شول.

د پاکستاني طالبانو یوه ویاند احسان الله احسان وویل برید دوی کړی دی
ځايي چارواکي وايي د تېر برید په څېر په وژل شویو کې ماشومان هم شامل دي. د امنیتي ځواکونو په ګډون لږ تر لږه ۹۰ کسه ټپیان شوي دي.
رپوټونه وايي ټپیان روغتون ته لېږدول شوی خو د روغتون یوه ډاکټر پاکستاني رسنیو ته ویلي د ځینو ټپیانو حالت نازک دی او ښايي د وژل شویو شمېر زیات شي.
د شبنې (د نومبر ۲۴مه) برید ډېری قربانیان سنیان وو او د طالبانو یوه ویاند وویل برید دوی تر سره کړی خو د یکشنبې په ورځ یو بل یې دغه خبره رد کړه.
له اسلام اباده د بي بي سي خبریال وايي په داسې حال کې چې شیعیه ګان په پاکستان کې د عاشورا مراسم لمانځي، د نورو بریدونو وېره هم شته.
په داسې حال کې چې وسله والو د نورو بریدونو خبرداری ورکړی، لسګونه زره امنیتي کسان د پاکستان په ځینو سیمو کې ا منیت خوندې ساتلو لپاره ځای پر ځای شوي دي.
د خېبر پښتونخوا اطلاعاتو وزیر میا افتخار حسین رسنیو ته ویلي د شنبې (د نومبر ۲۴مه) برید وروسته یو لړ امنیتي تدابیرونه نیول شوي وو او تر مراسمو مخکې ټول سړکونه لټول شوي وو خو ښکاري چې بم د بایسکلونو په دې دکان کې له مخکې نه ځای پر ځای شوی وي.
د پاکستاني طالبانو یوه ویاند احسان الله احسان وویل برید دوی کړی دی.












