
قاضي حسين احمد د ديني ګوندونو د "ملي یک جهتي کونسل" يا ملي يوالي شورا مشر دی.
له ډېورېنډ کرښې سره نژدې مومندو اېجنسۍ کې د پاکستان جماعت اسلامي پخواني مشر قاضي حسين احمد يوې غونډې سره نژدې ځانمرګی بريد شوی، چې ۳ کسان يې ټپيان کړي دي.
د مومندو ځايي چارواکيو ويلي دغه بريد د دوشنبې/ګل په ورځ له غلنۍ نه شاوخوا ۶ کيلومتره لرې عليم زيو سيمه کې شوی دی.
چارواکيو زياته کړې له غائب چوک سره دغه بريد کې د قاضي حسين احمد غونډه کې د ګډونوالو موټرونه په نښه شوي وو.
په چاودنه کې د ځايي چارواکيو په وينا ۳ کسان ټپيان شوي، او ځينو ويلي د پېښې له ځای سره نژدې يې د ښخو د جامو ټوټې موندلې او ګومان کوي ځانمرګې يوه مېرمن وه، خو ازادو سرچينو د دغې ادعا پخلی نه دی کړی.
د مومندو يوه ځايي چارواکي بيا ويلي ځانمرګي ښځينه جامې اغوستې وې، او په نښه شوي ګاډي ته کم زيان اوښتی، او د چاودنې ټپيان د درملنې لپاره ځايي روغتون ته لېږدول شوي دي.
راپورنه وايي د قاضي حسين د کاروان يو ګاډی بريد کې ويجاړ شوی دی.
دغه ډله د فرقه يي تاوتريخوالي پای ته رسولو په موخه جوړه شوې ده.
د ميرعلی بریدونه
په همدې وخت کې د شمالي وزيرستان ځايي خلک وايي د پاکستان پوځي چورلکو د دوشنبې/ دوه نۍ پر ورځ د ميرعلي په ځينو سيمو کې ډزې کړې، چې له امله يې ۴ کسان وژل شوي او ۱۲ نور ژوبل شوي دي.
په ميرانشاه کې يوه قبايلي ملک پر ټليفون بي بي سي ته وويل پاکستاني چورلکو د ميرعلي پر حيدر خېلو، بړو خېلو، ايسو خېلو، ميرعلي بازار او اې پي کې بمبار کړی، چې يو يو روغتون، ښوونځی، د اوړو يوه فابريکه او د تېلو ټانک په کې په نښه شوي دي.
د ميرانشاه ځايي ملک ويلي ډېری وژل شوي او ټپيان قبايلي وګړي دي.
بل پلو د پښتونخوا هنګو کوټکۍ سيمه کې نا معلومو کسانو يو لومړنۍ ښوونځی په چاودنه ويجاړ کړی دی.
پوليسو ويلي نامعلو توندلاريو ښوونځي کې دوه چاودنې کړې، چې له امله يې د ښوونځي دری کوټې او دېوالونه ويجاوړ شوي دي.
تر اوسه کومې ډلې د دغو چاودنو پړه پر غاړه نه ده اخيستې، خو د ښوونځيو ويجاړونې پړې ګوته تل د پاکستان وسله والو طالبانو ته نيول کېږي.












