د خېبر پښتونخوا ایالت په مرکزي ښار پېښور کې چارواکي وايي په یوه بمي چاودنه کې اووه تنه وژل شوي او دوه وېشت نور ټپیان دي.
د ځايي پولیسو په وینا چاودنه د پېښور روډ په سکیم چوک کې هغه مهال وشوه، چې په دغه ځای کې د ګاډو ډېره ګڼه ګوڼه وه.
پولیس وايي په وژل شویو کې ښځې اوماشومان هم شته. د پولیس په خبره برید په دوو ګاډو وشو، چې یو الټو او بل های ایس ډوله و.
د پېښې ټپیان لیډي ريډینګ روغتون ته رسول شوي دي.












