د خيبر پښتونخوا چارواکي وايي له پېښور سره نژدې د متنيو سیمې يوه بوخت بازار کې موټر بم چاودنې ۱۱ کسان وژلي دي. چاودنه چې يوه جومات سره نژدې شوې ۱۶ تنه نور په کې ټپيان شوي دي. په يوه راپور کې ويل شوي موټر کې هغه وخت چاودنه وشوه چې د رغولو لپاره مستري ته ولاړ و. د چاودنې پړه لا تر اوسه چا پر غاړه نه ده اخيستې خو په سيمه کې د ډېرو تازه پېښو د پړې ګوته طالبانو ته نيول کېږي.












