
پولیس وايي په چاودنه کې یو لاروی کس هم وژل شوی
د خیبر پښتونخوا ایالت په مرکزي ښار پېښور کې یوه ځانوژونکي برید ګر هغه مهال ځان او دوه تنه نور ووژل، چې له باروتو ډک موټر يي د امریکا د کونسلګرۍ له ګاډي سره ټکر کړ.
امریکايي چارواکي وايي د کونسلګرۍ هیڅ یو امریکايي کاروکونکی په دې برید کې نه دی وژل شوی، خو په خبره يې د کونسلګرۍ دوه پاکستاني او دوه امریکايي کارکونکي ټپیان شوي دي.
له دې مخکې د پاکستان داطلاعاتو ایالتي وزیر ویلی و، چې په دې برید کې دوه تنه امریکایان وژل شوي دي. په دې برید کې د ټپي شویو کسانو شمېر نولس تنه ښودل شوی دی.
په سیمه کې د بي بي سي یو خبریال وايي په وژل شویو کې یو لاروی هم شامل دی.
له چاودنې وروسته د امریکا سفارت په یوه خپره کړې ویناپاڼه کې چاودنه تایید کړې ده، خو وايي چې د کونسلګرۍ دوه امریکايي او یو پاکستانی کارکوونکي په کې ټپیان شوي دي.
ویناپاڼه وايي، چې د لانورو معلوماتو لپاره اوس پلټنه کوي.
ځايي پولیس وايي داسې معلومیږي، چې دا یو ځانوژونکی برید و، خو تر اوسه پورې په دې اړه کره معلومات نه شته.
د پولیسو په خبره چاودنه د امریکا د کونسل په یوه لنډ کروزر ډوله ګاډي شوې ده چې په کې یو بهرنی کس او ډرېور يې وژل شوي دي، خو پولیس دا ونه ویل چې وژل شوی کس د کوم هېواد دی.
پولیس دا هم وايې چې په دې چاودنه کې یو بل ګاډی هم ویجاړ شوی.
دغه چاودنه په یونیورسټي ټاون سیمه کې شوې ده، چې د یو شمېر بهرنیو موسسو دفترونه په کې موقعیت لري. په دې سیمه کې له دې مخکې هم په بهرنیانو ورته بریدونه شوي دي.
په پېښور او هاخوا سیمو کې يې د سږ کال په اوږدو کې د خونړیو بمي چاودنو وروستۍ پېښه د تېرې جمعې په ورځ په متنو سیمه کې د یوه جومات څنګ ته وشوه.
په هغه موټر بم چاودنه کې چې د پېښور ښار جنوب ته په پنځه وېشت کیلومترۍ کې وشوه یوولس تنه وژل شوي وو او څوارلس نور ټپیان شوي ول.
د متنیو بازار د پېښور سویل ته د دره آدم خیل په خوا کې موقعیت لري. د دغه بازار په منځ کې هغه لویه لارتېره ده، چې د پښتونخوا سویلي سیمې له پېښور ښار سره نښلوي.












