ډېره اسماعيل خان کې بريد؛ ګڼ پاکستاني امنيتي ساتونکي ټپيان شوي

د ځايي رسنيو له مخې د خيبر پښتونخوا په ډېره اسماعيل خان کې د پاکستاني امنيتي‌ ساتونکو د موټرو پر کاروان بريد شوی او لږ ترلږه ۱۹ تنه په کې ټپيان شوي دي. ځينې ځایونه کې بيا د ۲۳ تنو د ټپي کېد خبر ورکړل شوی دی.

د راپورونو له مخې چاودنه ځايي وخت سهار مهال شوې او داسې اوازې هم شته چې دا ځانمرګی بريد و.

ځايي پولیسو د پېښې پخلی کړی او وايي داسې ښکاري چې موټرسايکل کې چاودېدونکي‌ توکي‌ ځای پر ځای شوي او چاودنه هغه مهال شوې چې د امنيتي ساتونکو کاروان له ډېره اسماعيل خان څخه جنوبي وزيرستان ته پر لاره و.

ویل کېږي ټپيان د ډېره اسماعيل خان پوځي روغتون ته وړل شوي او د دوو کسانو روغتيايي‌حالت نازک ښودل شوی دی.

تراوسه کوم کس يا ډلې د دغه بريد مسووليت نه دی منلی خو تر دې وړاندې د پاکستان په بېلابېلو برخو کې د ډېری بريدونو پړه پاکستاني طالبانو او بلوڅ بېلتونپالو ډلو منلې ده.

په دې وروستیو کې پخوانیو قبایلي سیمو کې امنیتي پېښې ډېرې شوې دي.

د تېرې جمعې په ورځ ډیورنډ کرښې ته څېرمه خيبر سيمه کې د وسله والو بريد کې يو امنيتي ساتونکی وژل شوی او پنځه نور ټپيان شوي وو.

تر دې وړاندې د خيبر پښتنونخوا په هنګو سيمه کې د انرژۍ پر تاسيساتو وسله وال بريد کې شپږ کسان وژل شوي وو.

ځايي پوليسو بي بي‌ سي‌ ته بريدګر شل تنه ياد کړي وو چې ويل يې له دوه نيم ساعته جګړې وروسته په شا وتمبول شول.

د روان کال د مې پر ۱۹ نېټه بلوچستان کې د پاکستان جماعت اسلامي د مشر سراج الحق د موټرو پر کاروان ځانمرګی بريد وشو چې نوموړي ته په کې زيان نه و اوښتی.