د عوامي نشنل ګوند پخوانۍ مشره نسیم ولي خان د ۸۵ کلونو په عمر ومړه

    • Author, کوثر اعوان
    • دنده, بي بي سي، پښتونخوا

د پښتون مبارز عبدالغفار خان (باچا خان) نږور او د خان عبدالولي خان مېرمن او د عوامي نشنل ګوند پخوانۍ مشره بېګم نسيم ولي خان د ۸۵ کلونو په عمر مړه شوې ده.

د نوموړې جنازه یکشنبه مازدیګر شپږ بجې د چارسدې ولي باغ کې وشوه.

مېرمن نسیم ولي خان د یوې مودې لپاره د عوامي نېشنل ګوند د پښتونخوا مشره هم پاتې شوې وه.

مېرمن نسیم ولي په "مور بي بي" مشهوره وه.

د مېرمن نسیم ولي خان د مړینې د خبر تر اعلانېدا وروسته، افغان ولسمشر محمد اشرف غني پخپل غبرګون کې د هغې پر مړینه خپګان ښودلی.

د ولسمشر غني پر ټویټر پاڼه لیکل شوي، "دروند اسفنديار ولي خان، د هغه کورنۍ او فکري ملګرو ته د ځان، دولت او ټولو افغانانو په استازولۍ تسليت وایم او مرحومې ته د الله تعالی په دربار کې د مغفرت او فردوس جنت دعا کوم".

مېرمن نسیم ولي خان د خان عبدالولي خان دویمه مېرمن وه، چې په ۱۹۵۴ کال کې یې واده ورسره کړی و، په ۱۹۷۵ کال یې د پاکستان سیاست ته مخه کړه او په ۱۹۷۷ کال پاکستان کې لومړنۍ ښځه وه چې له خیبر پښتونخوا د پاکستان پارلمان ته بریالۍ شوه.

غبرګونونه

په خیبر پښتونخوا او بهر کې د مېرمن نسیم ولي خان د مړینې په اړه د تسلیت پیغامونه خپاره شوي دي.

د عوامي نېشل ګوند صوبايي مشر ایمل ولي خان ویلي، مېرمن نسیم ولي خان د ټینګې ارادې مېرمن او د اسفندیار ولي خان، اعظم خان هوتي او حیدر خان هوتي سیاسي استاده وه چې مړینه یې د ټول پښتون ټبر لپاره یوه لویه ضایعه ده.

د خیبر پښتونخوا اعلی وزیر محمود خان د نسیم ولي خان پر مړینې غمشریکي ښودلې ده. نوموړی وايي، د هغې له کورنۍ سره په دې غم کې ځان شریک ګڼي.