تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
باچا خان ښوونځي: ارزښت او هدف
په خېبر پښتونخوا کې د باچا خان ښوونځیو لړۍ په ۲۰۰۷ کال کې پیل شوه او تر دې مهاله د پاکستان په بېلابېلو پښتون مېشتو سیمو کې تر شپاړلسو ډېر یې زده کوونکو ته لوستونه ورکوي.
د باچا خان بنسټ یا فونډېشن له خوا چلېدونکي دا ښوونځي په پښتو لیک لوست لري او مضمونونه یې د پاکستان نورو ښوونځیو ته ورته نه دي. دغه بنسټ وایي تکل لري چې د باچا خان ښوونځیو لړۍ د افغانستان ځینو ولایتونو ته هم وغځوي. د باچاخان ښوونځیو سمبالوونکی ډاکټر خادم حسین څه موده وړاندې په لندن کې د بي بي سي سټوډیو ته راغلی و. له هغه نه د یوې مرکې په پیل کې داود اعظمي پوښتلي چې ددغو ښوونځیو د جوړېدو اصلي موخه څه ده؟