تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
پېښور کې د "پي ډي اېم" ولسي غونډه د محسن دوړ له ګډون پرته ترسره شوه
د پاکستان د دېموکراسۍ خوځښت یا پي ډي اېم څلورمه ولسي غونډه د یکشنبې پر ورځ په پېښور کې وشوه، چې پکې د مهمو سیاسي ګوندونو مشرانو ګډون درلود او دې ولسي غونډې ته ویناوي وکړې. خو د پښتون ژغورنې غورځنګ یو مشر او د قامي اسمبلۍ غړي محسن دوړ ته دا ځل دې جلسه کې د ګډون بلنه نه وه ورکړل شوې.
د دې سیاسي اتحاد مشر مولانا فضل الرحمان دې ولسي غونډې ته په وینا کې بیا هم د پاکستان پر پوځ او استخباراتو تور پورې کړ، چې د دغه هیواد په سیاسي چارو کې لاس وهنه کوي.
نوموړي وویل، تر هغې چې سیاست کې د پوځ لاسوهنه وي، دوی به يې هم پر ضد خبرې کوي. مولانا فضل الرحمن د پاکستان پوځ ته په اشارې سره وویل:
"که چېري پوځ د دفاع اداره ده، نو زموږ په سر سترګو.. خو لاکن که هغه له ځانه د یوې سیاسي ادارې جوړولو هڅه کوي، نو بیا به نیوکې هم زغمي. بیا دا مه وایاست، چې زموږ نوم مه اخلئ. بیا به ستاسو نومونه هم اخیستل کېږي او په تاسو به نیوکې هم کېږي"
د اپوزیسيون ګوندونو دې ګډې ولسي غونډې ته د پيپلز ګوند مشر او د پخوانۍ لومړۍ وزیرې بېنظیر بهټو زوی بلاول بوټو زرداري، د عوامي نشنل ګوند سردار حسین بابک، د قامي وطن ګوند افتاب احمد خان شېرپاو، بلوڅو ملتپالو سردار اختر مېنګل او د ډاکټر عدالمالک بلوڅ په شمول یو شمېر نورو سیاستوالو هم ویناوي وکړې.
په دې غونډه کې که څه هم د پخواني لومړي وزیر نوازشریف لور - مریم نوازشریف ګډون درلود، خو انا د مړینې له امله يې وینا ونه کړه.
پښتون ملتپال او د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزي دې غونډې ته په وینا کې د پاکستان د استخباراتو نومونه واخیستل او دوی يې په سیاست کې په لاس وهنه تورني کړې. نوموړي وویل:
پاکستان له خطرناک دور راووځي. زه مجبور یم چې نوم یې واخلم/ نن په کار ده چې صفا ووایو د پاکستان د بربادۍ بنیاد د پاکستان په سیاست کې د پاکستاني جنرالانو، آی ایس آی او ایم آی مداخله ده.
"که څوک پاکستان چلول غواړي که څوک غواړي چې پاکستان د ۲۲ پيړۍ په ملکونو کې د سیال په توګه ودریږي. هغه به له دې ملک سره د وفادارۍ لپاره دا فیصله خامخا کوي چې پي ډي ایم مو د وخت تېرولو لپاره نه دی جوړ کړی. پي ډي د دې لپاره جوړ شوی چې پاکستان په خپل تاریخ کې له تر ټولو ناوړه کړکیچ سره مخامخ دی او په نړۍ کې یوازې دی ".
محسن دوړ ولې د پېښور جلسه کې ګډون نه کوي؟
بل لور ته د پښتون ژغورنې غورځنګ یو مشر او د پاکستان د قامي اسمبلۍ غړی محسن دوړ نن یکشنبه پېښور کې د "پي ډي اېم" په دې غونډه کې ګډون نه کوي.
سرچینې وایي چې د پي ډي اېم او د جمعیت علمای اسلام ګوند مشر مولانا فضل الرحمن او عوامي نشنل ګوند په دې جلسه کې د ښاغلي دوړ له ګډون سره مخالف درلود.
یاده دې وي چې محسن دوړ له دې وړاندې د پي ډي اېم په ځینو لویو غونډو کې ګډون او وینا کړې وه.
سرچینې وایي، د ښاغلي دوړ مخالفین ادعا کوي چې نوموړی د کوم سیاسي ګوند استازی نه دی، او دې اتحاد کې یوازې سیاسي ګوندونه ګډون کولی شي.
خو پخپله محسن دوړ ټینګار کوي چې دی په شخصي توګه له دې اتحاد سره ملګری شوی، او موخه یې هم په پاکستان کې د دیموکراسۍ برلاسي کېدل او په سیاست کې د پوځ د لاسوهنې مخنیوی دی.
پي ډي اېم کې کوم ګوندونه شامل دي او څه غواړي؟
د پاکستان مذهبپال سیاستوال مولانا فضل الرحمان د دغه غورځنګ مشر دی، چې ورسره پخوانی لومړی وزیر نوازشریف او د هغه لور مریم نواز شریف، د پخوانۍ لومړۍ وزیرې زوی بلاول بوټو زرداري، پښتانه ملتپال سیاستوال اسفندیار ولي خان، محمود خان اڅکزی، افتاب احمد خان شېرپاو او د بلوڅو سیاستوالو په شمول ځينې نور سیاستوال هم د یاد غورځنګ ملګري دي.
یاد غورځنګ یو درځن غوښتنې لري، چې پکښې پر اساسي قانون بشپړ عمل، په سیاست کې د پوځ او استخباراتو نه لاسوهنه، خپلواک پارلمان، خپلواکه محکمه، پاکې او رڼې ټاکنې، د بیان ازادي او د ترهګرۍ ختمېدل یې مهمې هغه دي.
د غورځنګ مشران وايي تر هغه چې دغه غوښتنې يې منل شوې نه وي، د دوی احتجاجونه او ولسي غونډې به نه یوازې دوام ولري، بلکې تر دې به هم سخت ګامونه واخلي.
دوه کاله وړاندې له ټاکنو وروسته پاکستان کې د پخواني کرېکټ ستوري او اوسني سیاستوال عمران خان ګوند تحریک انصاف واک ته ورسېد.
خو د اپوزیسيون شاخوا ټولو ګوندونو د پاکستان پر پوځ او استخباراتو له لومړۍ ورځې دا تور پورې کړ چې د ښاغلي خان ګوند يې په درغلۍ واکمن کړی او دوی به يې کله هم ونه مني.
له هماغه راهیسې دغو ګوندونو په بېلا بېلو نومونو احتجاجونه، ټول ګوندیز کنفرانسونه او لاریونونه کړي، چې اوس يې د همدې موخې لپاره د پاکستان ډيموکراسۍ غورځنګ جوړ کړی دی.