د تونس د انقلاب غږ خاورو ته وسپارل شو

لینا

د عکس سرچینه، AFP

لینا بن مهني ۳۶ کلنه ویبلاګره او څېړونکې وه، د هغې د جنازې مراسمو کې سلګونو کسانو ګډون وکړ.

نوموړې په تونس کې د بنسټیز بدلون لپاره مبارزه کړې وه.

د بي بي سي خبریاله رعنا جواد هم د هغې جنازې ته ورغلې وه.

کله چې پلازمېنه کې پر یوه غونډۍ خاورو ته سپارل کېده، یوې ښځې ژړل او راته ویې ویل: "دا د یوې کورنۍ او یوه هېواد کیسه ده".

نوموړې د ګلو ګېډۍ لاس کې وه راته ویې ویل، "د اوښلن ګاز لاندې مې وپېژنده".

د تونس دا مشهوره ویبلاګره او د انساني حقونو فعاله له اوږدې مودې ناروغۍ وروسته د جنورۍ په ۲۷ مړه شوه.

پر ۲۰۱۱ کال د تونس د انقلاب لومړیو ورځو کې- چې لینا څو ویشت کلنه وه- د تونسۍ پېغلې په نوم خپل ویبلاګ سره وپېژندل شوه.

نوموړې د هغو ګوته په شمېر کسانو له ډلې وه چې نړۍ یې د پاڅونوالو له وژنې او ځپنې خبروله، خو دا مظاهرې او پاڅونوال د زین العابدین بن علي په پرځولو بریالي شول.

خو د لینا مبازره له دې مخکې د خپلې کورنۍ په اغېز پیل شوې وه.

پلار یې صدوق بن مهني کیڼ لاسی فعال زنداني او پخوانی سیاسي بندي و.

مور یې هم سیاسي فعالیت کې لاس درلود.

د لینا مرګ پسې خواله رسنۍ د غم او خواخوږۍ له پیغامونو ډکې شوې.

لینا

د عکس سرچینه، Getty Images

یوه باتجربه مصري خبریال د هغې مرګ "د هغو کسانو لپاره ضایعه بللې چې په ازادۍ باور" لري.

ان د تونس ولسمشر قیس سعید هم هغې ته درناوی کړی: "داسې ښځې شته چې تاریخ به یې کله هم هېرې نه کړي، داسې ښځې شته چې تاریخ جوړوي".

د هاله په نوم ښوونکې راته وویل، څو ځل یې له لینا سره کتلي و: "ازادي، ښې زدکړې او روغتیا هغه څه و چې ما غوښتل چې کله ماتېدم هغې ماته انګېزه را کوله، ځکه تل په ډګر کې وه".

هدیرې ته د هغې د تابوت رسېدو سره د سلګونه ښځو او نارینه وو له تګ مالومېدل چې درې نسلونه د هغې جنازه کې ګډون لري.

ته وا ټول د دې لپاره راغلي وو چې پخوانی ګډ جنګ یاد کړي او هم د ارماني تونس د هیلو ریښتیا کېدو ته تازه مبارزه پیل کړي.

علي حمودا چې تر ډېره یې پاریس کې ژوند کړی او د تونس انقلاب کې هېواد ته ستنه شوې، یوه ځوانه ښځه غېږ کې نیسي او وايي د ۲۰۱۴ کال مظاهرو کې یې لیدلې وه:

"دلته ډېر داسې خلک راغلي چې سړکونو کې یې یو بل وپېژندل، دا هغه خاطرې دي چې موږ یې سره یو ځای کړو، لکه د موزایک یوه برخه مو له لاسه ور کړې وي".

د ۲۰۱۶ کال جنورۍ کې مې لینا د تونس مرکزي برخه کې په یوه چایخونه کې ولیده، له انقلاب پنځه کاله وروسته هېوادني وضعیت باندې ور سره وغږېدم.

هغه له حالاتو خوښه نه وه، خو بیا یې هم سیاسي فعالیت او لیکل روان ساتل.

هغې وویل: "موږ ارتجاعي ځواک ته اجازه ور کړه چې انقلاب رانه خپل کړي، نور پر سیاستوالو باور نه لرو، موږ د ځوانانو د انقلاب خبره کوله، خو ځوانان څنډې ته کړل شول".

تونس کې له انقلاب وروسته ډېر بدلون راغلی، پرمختللی اساسي قانون جوړ شو، څو ټاکنې وشوې، خو لینا او د هغې په څېر کسانو له دې ډېر پرمختګ غوښت.

تونس کې انقلاب

لینا

د عکس سرچینه، Getty Images

د ۲۰۱۰ ډیسمبر کې د بېکارۍ ضد مظاهرې پیلېدل

د ۲۰۱۱ کال جنورۍ کې د تونس ولسمشر بن علي له دندې ګوښه کېدل.

د ۲۰۱۱ کال ډیسمبر کې د منصف المرزوقي ولسمشرۍ پیلېدل.

د ۲۰۱۴ کال جنورۍ کې پر نوي اساسي قانون هوکړه.

د ۲۰۱۴ ډیسمبر کې د ولسمشرۍ ټاکنو کې د باجي قاید سبسي بریالیتوب.