تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د پاکستان محکمه به د سزا خلاف د شکیل اپریدي غوښتنه واوري
- Author, رفعت الله اورکزی
- دنده, بي بي سي پېښور
د پېښور مرافعه محکمې ( های کورټ) د ډاکټر شکیل اپریدي په غوښتنه د هغه د قضیې اورېدنې منظوري ورکړې.
ښاغلی اپريدی چې دا مهال د پاکستان په زندان کې دی پرې د القاعده د مشر اسامه بن لادن په نیولو کې له امریکايي ځواکونو سره د مرستې تور دی.
دغه امر د دوشنبې پر ورځ د پېښور مرافعه محکمې دوو قاضیانو قاضي عبدالشکور او قاضي اعجاز نور له لوري ورکړل شوی دی.
وروسته له هغه چې له ډيورنډ کرښې سره څېرمه قبایلي سیمې خیبرپښتونخوا ایالت کې ورګډې شوې لومړی ځل دی چې د ډاکټر شکیل اپریدي غوښتنه اورېدل کېږي.
تردې وړاندې يې د قضيې اورېدنې په فاټا ټرېبیونل کې کېدې، چې اوس د دغه ټرېبونل تر له منځه تلو وروسته ټولې قضيې د پېښور های کورټ (مرافعه محکمې) ته لېږدول شوي دي.
پر دوشنبه په اورېدنه کې د تورن شکیل اپریدي له لوري وکیل لطیف اپریدی او قمر ندیم حاضر شول. قمر ندیم وکیل له بي بي سي سره خبرو کې وویل، چې د ده موکل تر شپېته ځلي زیات په فاټا ټریبوینل کې حاضر کړل شوی، خو هر ځل به يې قضیه کې له کوم پرمختګ پرته وځنډول شوه.
د ښاغلي ندیم په خبره دی هیله من دی، چې د پېښور مرافعه محکمې ته د دغې قضيې تر راتګ وروسته به اوس پکې پرمختګ وشي.
ډاکټر شکیل اپریدی چې په ۲۰۱۱ زېږدیز کال کې د پېښور له کارخانو مارکېټ سیمې څخه پاکستانيو امنیتي ځواکونو نیولی، چې له هم هغه راهیسې په بند کې دی.
پر نوموړي تور دی، چې له امريکايي ځواکونو سره يې د القاعده د مشر اسامه بن لادن په نیولو کې مرسته کړې او امریکا ته يې جاسوسي کړې.
د القاعده ډلې مشر اسامه بن لادن د ۲۰۱۱ کال مۍ میاشتې پر دویمه نېټه د خیبرپښتونخوا په ایبټ اباد ښارګوټي کې د امریکايي ځواکونو په عملیاتو کې ووژل شو.
ډاکټر شکیل اپریدی چې لومړی د پېښور په زندان کې بندي و، وروسته يې د امنیت له امله د راولپينډۍ اډیاله زندان ته ولېږداوو او اوس مهال د پنجاب ایالت په ساهیوال کې زانداني دی.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ پر خپل ټاکنیز کمپاین کې ویلي و، چې هغه په دوه دقیقې کې ښاغلی اپریدی له زندانه را خلاصولی شي او باوري دی، چې پاکستاني چارواکي به هم داسې وکړی.
خو پاکستان د ښاغلي ټرمپ پر دې بیان خواښيني څرګنده کړې وه او ویلي يې وو، چې د شکیل اپریدي د راتلونکې پرېکړه به ټرمپ نه بلکې اسلام اباد کوي.