'د پښتون ژغورنې غورځنګ فعال عالم زېب مسید نیول شوی'

د عکس سرچینه، Social Media
- Author, خدای نور ناصر
- دنده, بي بي سي ، اسلام آباد
د پښتون ژغورنې غورځنګ وايي، د دوی یو فعال او د تري تم شویو کسانو لپاره غږ پورته کوونکی عالم زېب مسید په کراچۍ کې پولیسو او استخباراتو نیولی دی. د یاد غورځنګ مشر منظور پښتین وايي، له ښاغلي مسید سره يې نور ملګري هم نیول شوي دي.
پر خواله رسنیو د غورځنګ یوه فعال او د عالم زېب مسید ملګري هغه شېبې پر فېسبوک ژوندۍ وښودلې، چې پولیس د دوی موټر ته ولاړ دي او توپک او توپنچې يې پرې نیولې دي. په دې ویډيو کې ښکاري، چې وروسته یو کس راځي، عالم زېب مسید نیسي او بیا نور چارواکي وډيو په زوره بندوي.
پرون یکشنبه پښتون ژغورنې غورځنګ په کراچۍ او د شمالي وزیرستان په خیسوره سیمه کې احتجاجي ولسي غونډه کړې وې، چې ډېری فعالان یې له پښتونخوا او نورو سیمو هم ورغلي ول.
عالم زېب مسید هم له پښتونخوا کراچۍ ته په همدې ولسي غونډه کې د ګډون لپاره تللی و.
د ښاغلي مسید تر نیول کېدو سمدستي وروسته پر خواله رسنیو ګڼو خلکو د هغه د راخوشې کېدو غوښتنه وکړه او "عالم زېب مسید دې خوشی شي " ټرېنډ یا څپه يې جوړه کړه. ګڼو کسانو له دې ویډيو د هغو کسانو عکسونه اخیستي او خپاره کړي يې دي، چې ښاغلی مسید يې تښتولی.

د عکس سرچینه، Getty Images
د پاکستان په ملي اسمبلۍ کې شمالي وزیرستان استازی او د غورځنګ فعال محسن داوړ پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلي، د سیند پولیسو او څارګرو ادارو د غورځنګ فعال عالم زېب مسید نیولی او دوی يې د ژر تر ژره راخوشې کېدو غوښتنه کوي.
عالم زېب مسید د پښتون ژغورنې غورځنګ له مهمو فعالانو څخه دی او تر ډېره يې له هغو کورنیو سره د خواله رسنیو لپاره ویډيويي مرکې کړې دي، چې د کورنۍ غړي يې تري تم دي.
په پاکستان کې ډېری کسان تور پورې کوي چې د خلکو په تری تم کېدو کې پاکستاني استخبارات لاس لري، او د پښتون ژغورنې غورځنګ له پنځو غوښتنو څخه یوه غوښتنه همدا ده، چې ټول تري تم شوي کسان دې قانون ته وسپارل شي.
پښتون ژغورنې غورځنګ پرون د شمالي وزیرستان په خیسوره سیمې کې ولسي غونډه تر هغه وروسته کړې وه، چې پر خواله رسنیو د یادې سیمې د یوه ماشوم ویډيو لاس په لاس شوه، چې په کې دغه ماشوم د پاکستان پر پوځ تور پورې کړی و، چې د دوی کورنۍ ځوروي.
د غورځنګ د کراچۍ پرونۍ غونډه د نقیب مسید د لومړي تلین لمانځلو په تړاو وه.








