پاکستان: یوه سړي له کونډې او بیا د هغې له لور سره واده کړی

پاکستان

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د اسلام له مخې له ناسکه لور سره تر هغې نکاح نه روا کېږي، چې هغه کس یې مور ته طلاق نه وي ورکړی (فایل تصویر)

د پاکستان سترې محکمې ته یوه بې سارې قضیه وړاندې شوې، چې یوه سړي له کونډې ښځې سره له واده کولو څه موده وروسته له خپلې ناسکه لور سره هم واده کړی.

د بي بي سي خبریال شهزاد ملک په خپل رپوټ کې کاږي، سترې محکمې ویلي، د دغسې قضیې عدلي څېړنه د قاضیانو او مدافع وکیلانو د دندې برخه ده، خو په وینا یې دغسې قضیې پر ټولنه مثبت اغیز نه کوي.

رپوټونو کې ویل شوي، د خیبر پښتونخوا هریپور اوسېدونکي وارث شاه لومړی له ۴۰ کلنې کونډې شهربانو سره واده کړی و او له هغه دوه کاله وروسته یې ۲۰۱۷ کال کې د شهربانو له ۲۲ کلنې لور سمیرا سم هم واده کړی.

د یادونې ده، چې وارث شاه هغه مهال لومړۍ مېرمنې ته طلاق نه و ورکړی.

ویل کېږي، کله چې شهربانو له دې واده خبره شوه، لومړی یې له مېړه سره شخړه وکړه او وروسته یې عریضه وکړه.

دغه قضیه کې سترې محکمې پورې د وارث شاه ضمانت رد شوی دی، خو ویل کېږي پېښور عالي محکمې د سمېرا ضمانت منلی.

ستره محکمه کې د سمېرا مدافع وکیل صدیق بلوڅ وویل، دا یوه شرعي مساله ده او فدرالي شرعي محکمه په دې اړه پرېکړه کولای شي، خو په خبره یې دا مهال د سمېرا سپارل مهمه موضوع ده.

د قضايي پلاوي مشر پوښتنه وکړه، 'داسې څنګه کېدای شي، چې یو سړی له یوې ښځې سره واده وکړي او بیا د هغې له لور سره هم نکاح وکړي. '

مدافع وکیل صدیق بلوڅ محکمې ته وویل، 'که سمېرا له مور سره ولېږله شي، چې اوس یې بن هم ده، د شخړو خطر دی، له همدې کبله که محکمه مناسب بولي، باید نوموړې له خسرګنۍ سره واستول شي. '

د پلاوي مشر قاضي ګلزار احمد وویل، 'دغسې پېښې نه یوازې د شرم لامل کېږي، بلکې اندېښنې راپورته کوي، چې اسلامي ټولنه ولې له زوال سره مخامخ ده. '

پاکستان

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، پاکستان سترې محکمې دغه ډول قضیه د شرم وړ بللې

محکمې د دارالامان چاپېریال د سمېرا لپاره نامناسب وباله او هریپور پولیسو ته یې امر وکړ، چې د هغې خوندیتوب لپاره ټول اړین اقدامات وکړي، خو د پلاوي له خپلمنځي سلا مشورو وروسته سمېرا ته اجازه ورکړل شوه، چې له خسر ګنۍ سره لاړه شي.

خسرګنۍ ته د سمېرا د لېږلو له عدلي پرېکړې وروسته شهربانو هلته شخړه پیل کړه، چې وروسته پولیسو د محکمې له خونې وشړله.

کله چې د محکمې له پرېکړې وروسته سمېرا د محکمې له خونې وتله، شهربانو ورسره لاس او ګرېوان شوه، خو پولیسو یو ځل بیا مداخله وکړه او سمېرا له هغه ځایه ووتله.