پنجاب کې د حکومت جوړولو پر سر د مسلم لیګ ن او پي ټي ای دعوه

د پاکستان د چهارشنبې ورځې له ټولټاکنو وروسته د دغه هېواد تر ټولو ستره صوبه پنجاب کې د حکومت جوړولو مسله زړه را ښکونکې شوې ده.

د پاکستان دوه لوی سیاسي ګوندونه مسلم لیګ نون او تحریک انصاف پاکستان هلته د حکومت جوړولو دعوه کوي.

د ټاکنیزو پایلو له مخې صوبايي اسمبلۍ کې مسلم لیګ نون تر تحریک انصاف لږ مخکې دی، ځکه دواړه ګوندونو ته په حکومت جوړولو کې د نورو ګوندونو او خپلواکو نوماندانو اړتیا شته.

لاهور کې د مسلم لیګ نون مشر حمزه شهباز خبرغونډې ته وویل، چې د دوی ګوند پنجاب کې د حکومت جوړولو لپاره له مختلفو سیاسي ډلو سره اړیکه نیولې ده.

د هغه په خبره، کله چې پر ۲۰۱۳ کال دوی ته حکومت په لاس ورغی، نو پخواني لومړي وزیر نواز شریف پښتونخوا کې د پاکستان د تحریک انصاف ډېرو څوکیو ګټلو ته درناوی وکړ او هغوی ته یې د صوبايي حکومت جوړولو چانس ور کړ.

حمزه شهباز دا هم وویل، چې پر ټاکنو له ټولو اندېښنو او نیوکو سره سره په پاکستان کې د ولسواکۍ پرمختګ غواړي.

سخت ځواب

له بلې خوا د پاکستان تحریک انصاف ګوند مشر نعیم الحق وايي، چې ولس دوی ټاکلي دي او ګوند به یې پنجاب کې له ازادو نوماندانو سره په ګډه حکومت جوړوي.

خو شهباز حمزه وايي، چې مسلم لیګ نون پنجاب کې ګټونکی دی او له نورو بریالیو ۲۷ ازادو نوماندانو او د خلکو ګوند او ق لیګ په ګډون له نورو ډلو سره خبرې کوي.

"موږ پنجاب کې تر ټولو لوی ګوند یو او که څوک زموږ په لار کې خنډونه اچوي، ځواب به یې ور کړو".

حمزه شهباز دا هم وویل چې پنجاب کې مسلم لیګ نون ۱۲۹ څوکۍ ګټلې، خو تحریک انصاف ۱۱۸ ګټلې دي او بریالي ۲۷ ازاد نوماندان هم د دوی د نظر ملاتړي دي.

موږ خلکو ته وایوچې موږ د دوی لپاره ښه خبر یو.

کمېسون څه وايي؟

د ټاکنو کمېسون په خبره، د پنجاب اسمبلۍ کې پاکستان مسلم لیګ نون ۱۲۷ څوکۍ او تحریک انصاف ۱۲۲ څوکۍ ګټلې دي.

پنجاب کې ۲۹ ازاد نوماندان دي، د پاکستان مسلم لیګ ق اووه، پاکستان خلکو ګوند څلور او نورو سیاسی ګوندونو درې څوکۍ ګټلې دي.

شنونکي په دې باور دي چې اوس ازاد نوماندان مهم رول لري او اوس به کتلی شي چې کوم ګوند په دوی کې ډېر کسان ملګري کولی شي.