کوټه کې دوو پېښو "۲۳" کان کیندونکي وژلي

ر

د عکس سرچینه، Khair Muhammad

د عکس تشریح، بلوچستان کې د ډپرو سکرو کانونه تر ډېره کوټه، هرنايي، دکۍ او کېچ ولسوالیو کې دي.

د پاکستان د بلوچستان ایالت کوټه ولسوالۍ کې د دوو پېښو له امله د ډبرو سکرو کانونو کې ۲۳ کسان مړه شوي او له نهو ډېر ټپیان شوي.

دغو کانونو کې څلور کسان بند دي او د اېستلو هڅه یې کېږي.

دا پېښې د کوټې ښار ختیځ ته مارواړ او سپین کاریز سره نژدې شوې دي.

له کوټې نژدې ۴۵ کیلومتره لېرې د مارواړ په دریو کانونو کې له ۲۴ ډېر کان کیندونکي کار کوي.

د چاودنې لامل

ر

د عکس سرچینه، Khair Muhammad

د عکس تشریح، له شپېتو زرو ډېر کسان دې کانونو کې کار کوي.

د کورنیو چارو وزارت یو چارواکی وايي، یوه کان کې د زورورې چاودنې له امله دغو دریو کانونو کې ټول کارګر ایسار شول.

چارواکي وايي، چاودنه د ګاز له امله شوې ده.

مارواړ کې د کان نهه کارګر ډېر ژور ایسار نه و، ځکه ټپي شوي دي.

دغه ټپیان د درملنې لپاره کوټه ولسي روغتون ته لېږدول شوي دي.

ر

د عکس سرچینه، Khair Muhammad

د عکس تشریح، د څلورو ایسارو کارګرو د ژغورلو هڅه کېږي.

مرستیال کمېشنر فرح عتیق چې د ژغورنې چارو د څارلو لپاره مارواړ ته تللی بي بي سي ته وویل، د دغې سیمې په کانونو کې تراوسه د وژل شویو کسانو ۱۲ مړي را اېستل شوي او د څلورو نورو د اېستلو هڅه کېږي.

خو ځینې سرچینې وايي، چې د دغو کسانو اېستل ګران دي.

فرح عتیق دا هم وايي، چې سپین کارېز کې هم ورته پېښه شوې ده.

د هغه په خبره، په دغه پېښه کې د څلورو کارګرو مړي اېستل شوي دي.

د پاکستان د کان کیندونکو فدراسیون سرمنشي لالا سلطان بي بي سي ته ویلي، په دواړو پېښو کې ۲۰ کان اېستونکي وژل شوي دي.

ولسي روغتون کې یو ټپي کارګر وايي، وژل شوي او ټپیان د پښتونخوا د شانګلې او سوات اوسېدونکي دي.

د تېرې میاشتې مرګ ژوبله؟

ر

د عکس سرچینه، Khair Muhammad

د عکس تشریح، مرستیال کميشنر د ژغورنې چارو د څار لپاره مارواړ ته تللی دی.

تېره میاشت هم سوراب او دکۍ کې د ډبرو سکرو کانونو کې له اتو ډېر کارګر وژل شوي وو.

بلوچستان کې د نور صنعت د نشتوالي له امله د ډبرو سکرو کان اېستل لوی کاروبار دی.

د بلوچستان د ډبرو سکرو کانونه تر ډېره کوټه، هرنايي، دکۍ او کېچ ولسوالیو کې دي.

په دې کانونو کې له ۶۰ زرو ډېر کارګر بوخت دي، خو د خوندیتوب د نویو اسانتیاوو د نشتوالي له امله له مرګ ژوبلې سره مخ کېږي.

ولې د کان اېستونکو مرګ ژوبله ډېره ده؟

ر

د عکس سرچینه، Khair Muhammad

د عکس تشریح، بلوچستان کې د نور صنعت د نشتوالي له امله کان اېستل لوی کاروبار دی.

لالا سلطان وايي د ډبرو سکرو کانونو کې د قرارداد یا ټیکېدارۍ د نظام له امله د خوندیتوب اسانتیاوې نشته چې له امله یې دا ډول پېښې ورځنی دود دی.

د هغه په خبره، له ۲۰۱۰ کال راهیسې تر اوسه بلوچستان کې دغو کانونو کې له ۲۰۰ ډېر کسان وژل شوي دي.

نوموړی د بلوچستان له سترې محکمې غواړي چې د دغو کارګرو د ژوند خوندي کولو لپاره لاس په کار شي.

ر

د عکس سرچینه، Khair Muhammad

د عکس تشریح، ډېری کان اېستونکي د پښتونخوا دي.