د "سپۍ قبر" پر سر د سیند او بلوچستان تر منځ لانجه

د عکس سرچینه، .
د بلوچستان او د سیند ایالتونو ترمنځ پر سرحدي سیمه د "سپۍ قبر" پر مالکیت لانجه لویه شوې ده.
دغه سیمه د سیند د کهیر تهر غرونو لړۍ د شهداد کوټ او د بلوچستان د خضدار ولسوالۍ ترمنځ پرته او له سمندر ۷۵۰۰ فټه لوړه ده.
د سیند ولایت یو وزیر نثار کهوړو وايي، "د سپۍ قبر" د سیند برخه ده او تل به د سیند برخه وي.
نثار کهوړو په یوه کنفراس کې خبریالانو ته د ۱۸۷۶ کال یوه سند په ښودلو سره وویل چې د سپۍ قبر سیمې ته نږدې ۲،۵ میلیونه جریبه ځمکه ده، چې د کهیرتهر غرونو لړۍ کې سړه سیمه ده، چې له ګورکهیل سټیشن څخه هم لوړه ده.
"د بلوچستان حکومت کمېټه جوړې کړې، دغه کمېټه دې خپل کار کوي خو د سند حکومت به یو انچ شاته نه ځي".
ملي شورا کې د بلوچستان د خلکو استازی مولانا قمرالدین سیند تورن کړ چې دوی د پلان له مخې غواړي د بلوچستان سرحدي سیمې تر لاسه کړي او له هغه وروسته بلوچستان هم د سند یوه برخه کړي خو بلوچستان به دې کار اجازه ور نه کړي.
د سپۍ قبر سیمې په اړه ویل کیږي چې هلته د ګازو ذخیرې شته، په دغه سیمه کې د بلوڅو ترڅنګ سیندي قومونه هم اوسیږي
د سپۍ قبر ؟

د عکس سرچینه، .
د سیند نامتو ادیب مرزا قلیچ بیګ په ۱۸۸۵ کې دغې سیمې ته سفر کړی و، هغه خپل یونلیک کې د دې قبر په هکله لیکي:
یو کس سل روپۍ پوروړی و، خپله سپۍ یې ګروي کې پرېښوده او پوروړي ته یې وویل چې کله مې پيسې پيدا کړې نو سپی به یوسم.
دغه کس د پیسو پیدا کولو په لټه روان شو.
څه مهال وروسته چې راستون شو په لار کې یې پام شو چې سپۍ یې منډې ور وهي هغه ورته غوسه شو، سپۍ د هغه د غوسې په اوریدلو هملته مړه شوه.
کله چې د سپي مالک د قرض ادا کولو لپاره پوروړي ته ورغی، هغه ورته وویل:
"ستا له تلو وروسته ځینو غلو هڅه وکړه چې زموږ د کور مال له ځانه سره یوسي خو سپۍ یې مخنوی وکړ نو ځکه ما هغه خوشې کړه."
د سپۍ خاوند د دې خبرو له اوریدو وروسته خواشینی شو او په دغه سیمه کې یې پر خپله سپۍ قبر جوړ کړ.
له هغه وروسته دا سیمه د سپۍ قبر یادېږي.
لرغونپوهان څه وايي؟

د عکس سرچینه، .
د نامتو لرغونپوه ډاکټر لاشاري په وینا چې دغه قبر له پخوا زمانې را پدې خوا د نورو قبرونو په شان له ډبړو په یوه غره جوړ شوی:
"دغه قبر تهور تلل اسان دي او داسې ښکاري چې قبر د یوه مهم کس یا سردار دی".
د هغه په وینا دغه قبر یو ځل سپړل شوی او بیا تړل شوی دی.
د نوموړي په اند، لامل یې دا دی چې پخوا زمانو کې مشران او شتمن خلک له خپلو قیمتي توکو سره یو ځای ښخېدل او ځینې خلکو د خزانې موندلو په لالچ دا قبر سپړلی و.








