تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
پېښور کې د کابل بریدونو پر ضد احتجاج
- Author, خدای نور ناصر
- دنده, بي بي سي، اسلام اباد
پېښور کې یو شمېر مدني فعالانو د کابل خونړي برید په تړاو احتجاج کړی دی. احتجاج کونکو د پېښور پریس کلب مخې ته د وسله والو طالبانو او حقاني شبکې خلاف شعارونه ورکول.
دوی شمعې بلې کړې او د کابل چارشنبې او پنجشنبې ورځو بریدونو له قربانیانو سره یې خواخوږي څرګنده کړه.
د پېښور په شمول د پښتونخوا په ځینو سیمو کې یو شمېر مذهبي ډلې په افغانستان د طالبانو جګړې ته د 'جهاد ' نوم ورکوي.
یو شمېر په دې باور دي چې د دغو مذهبي ډلو ملاتړ د پاکستان استخبارات کوي.
احتجاج کوونکو ته وینا کې یو شمېر فعالانو پر پاکستاني پوځ تور پورې کړې، چې ګواکې د تاوتریخوالي دغو پېښو تر شا دی. د ډاکټر سید عالم مسود په نامه يوه سیاسي فعال په خپله وینا کې وویل:
''د پښتنو افغانانو پر وژنه سیاست پېل شوی او د دوی پر وژنه به بل څوک پايي. ''
د ښاغلي مسود په وینا دوی داسې فکر کاوه، چې د افغانستان پر وړاندې به نور د پاکستان دریځ بدل شي، خو په خبره یې ''هغوی پر خپلو کړنو لا کلک ودرېدل او لا هم په افغانستان کې اورپکۍ ته لمن وهي. ''
د دې تر څنګ د جمعې پر ماښام پښتونخوا مېشتو مدني فعالانو پر خواله رسنیو د 'پېښور له کابل سره تر څنګ ولاړ دی ' په نامه یو هشټګ هم خپور کړ، چې په کې يې د ډيورنډکرښې دواړو غاړو اوسېدونکي یو بلل او له کابل سره يې یو موټیوالی څرګند کړ.
د پلوشه عباس په نامه یوې فعالې په دې لړ کې پر خپله ټويټر پاڼه لیکلي:
''موږ په کابل کې د خپلو خویندو او وروڼو درد احساسوو. افغانستانه! تل مضبوط واوسې. ''
د ذیشان خټک په نامه یوه ځوان لیکلي:
''د کابل اور موږ په پېښور کې سوځوي. ' '
د ګلالو یوسفزۍ په نامه يوې بلې فعالې پر خپله پاڼه کښلي:
''کابل د داسې ژوند ښار دی، چې يې مرګ ستړی کړو. ''
د پښتونخوا دا فعالان په داسې وخت کې احتجاج کوي، چې د تېري جمعې پر ورځ په بېلا بېلو ولسوالیو کې د طالبانو او کشمیر وسلوالو لپاره ځينو مذهبي ډلو چندې ټولې کړې.
احتجاج کوونکو د هغوی ضد هم شعارونه ورکړل.