د پاکستان ستره محکمه: د نوازشریف خلاف کافي ثبوتونه نشته

د عکس سرچینه، Reuters
د پاکستان سترې محکمې د پاناما اسنادو په تړاو د دغه هېواد د لومړي وزیر نواز شریف او پنځو نورو کسانو په هکله خپله پرېکړه واوروله.
سترې محکمې په خپله اکثریتي پرېکړه کې حکم کړی چې ګډه څېړنډله جوړه شي او دا څېړنډله به پر اړوند مسله په دوو میاشتو کې خپل رپوټ وړاندې کوي.
د قاضیانو پنځه کسیزه ډله کې دریو قاضیانو د ۵۴۰ مخونو په پرېکړه کې د څېړنو غوښتنه کړې، خو د دوی مشر قاضي اصف کوسه او یو بل قاضي په خپل اختلافي نوټ کې نواز شریف نااهله وباله.
خو محکمې دا هم ویلي، چې د پانام اسنادو کې دومره بشپړ شواهد نشته چې له مخې یې نواز شریف له دندې ګوښه کړل شي.
د پاناما اسنادو په لیګ کېدلو سره په افشور حسابونو کې د نوموړي د دریو بچیانو د سوداګرۍ په هکله هم پوښتنې راپورته شوې.
ښاغلي شریف او کورنۍ یې دا ادعاوې رد کړې او د ناسمو چارو له کولو یې نټه یا انکار کړی دی. دوی دا تورونه د سیاسي انګېزې له مخې بولي.
حکومت وايي، باوری لري چې په دې برخه کې به نواز شریف پاک وي.

د عکس سرچینه، Maryam Sharif
دا دوسیه په وروستیو میاشتو کې د خبرونو سرټکی وه او د دې خبر په خپرېدلو سره چې د پنجشنبې په ورځ اړوند پرېکړه کېږي، نو ونډو بازار د لنډ وخت لپاره ولوېد.
د رپوټونو له مخې تر ۱۵ سوو پولیس په اسلام اباد کې د محکمې شاوخوا ځای پر ځای شوي دي.
د اپوزیسیون ګوند د مشر عمران خان له دې ګواښ وروسته چې لاریون به وکړي، نو ستره محکمه د تېر کال په وروستیو کې په دې سلا شوه چې د ښاغلي شرف د افشور شتمنۍ په هکله پلټنې وکړي.

د عکس سرچینه، Getty Images








