د پاکستان ولسمشر: نور خلک زموږ او افغانستان ترمنځ اړیکي خرابوي

حسین

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، ښاغلی حسین وايي، د اسلام اباد او کابل ترمنځ په بې باروۍ کې د نورو خلکو لاس دی.
    • Author, خدای نور ناصر
    • دنده, بي بي سي، اسلام اباد

د پاکستان ولسمشر ممنون حسین وايي، د دوی او افغانستان ترمنځ تاريخي اړيکي شته، خو اوس، د ده په وینا، د بل چا په خوله د دوی ترمنځ واټن زیات شوی دی. ښاغلي حسین وویل، د دوی هېواد تل په افغانستان کې سوله غواړي.

ممنون حسین زیاته کړه، ده په وار وار افغان مشرانو ته ویلي، چې که په پاکستان کوم تور پورې کېږي، نو باید لومړی يې له پاکستانه پوښتنه وشي، ځکه چې د ده په وینا د اسلام اباد او کابل ترمنځ په بې باروۍ کې د نورو خلکو لاس دی.

خو ده "نورخلک " ونه نومول چې څوک ښيي.

د پاکستان ولسمشر ممنون حسین دا خبري په اسلام اباد کې په سلګونو هغو افغان زده کوونکو ته په وینا کې کړي چې د دغه هېواد د لوړو زده کړو کمیسيون له خوا ورته يوه غونډه جوړه شوې وه او په غونډه کې يې د افغان زده کوونکو لپاره د درې زره بورسونو د ورکړې اعلان وکړ.

اسلام اباد د افغانستان د زده کوونکو لپاره دغه درې زره بورسونه په داسې حال کې اعلانوي چې په دې وروستیو کې له پاکستانه د افغان کډوالو د اېستلو او پر ډیورند کرښې نښتو سیاسي اړیکي خړ پړې کړې دي.

کډوال

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د افغان کډوالو د اېستلو پر مهال ډېرو کډوالو د پاکستاني امنیتي ځواکونو له بد چلنده سرټکاوه.

کابل او ډېری افغانان تل پاکستان د افغانستان په ورانيو کې په لاس لرلو تورنوي او وايي چې د افغان دولت د مخالفنینو ملاتړ کوي، څه چې پاکستان یې تل ردوي.

په دغه غونډه کې برخوالو ډېری افغان زده کوونکو، که څه هم د پاکستان دغه ګام د ستاینې وړ وباله، خو ځينو يې بیا ویل چې د دغو ګاونډیو هېوادونو ترمنځ د پیدا شوې بدبینۍ د له منځه وړلو لپاره، تر دې ډېرو هڅو ته اړتیا شته.

د نرګس په نامه په اسلام اباد کې یوې افغانې محصلې له بي بي سي سره په خبرو کې هیله څرګنده کړه چې کېدای شي له داسې ګامونو سره د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې ښې شي.

د پاکستان د لوړو زده کړو کمیسيون له خوا رابلل شوې دې غونډې ته په وینا کې د افغانستان د لوړو زده کړو وزیرې فریده مومند د پاکستان له دولت، ولس او د دغه هېواد د لوړو زده کړو له کمیسيون څخه مننه وکړه، چې د افغان لوستونکو لپاره يې بورسونه اعلان کړي.