تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د پاکستان پنجاب کې زهري شرابو ۲۶ کسان وژلي
د پاکستان د پنجاب ایالت په ټوبه ټیک سینګ کې د زهري شرابو د څښلو له امله ۲۶ کسان وژل شوي دي.
د ټوب ټیک سینګ په مبارک اباد کې یو پولیس افسر محمد ندیم بي بي سي ته ویلي، له دې شرابو اغېزمن ۴۰ کسان ځايي روغتون ته لېږدول شوي او درملنه یې روانه ده.
نوموړی وايي، د ډیسمبر پر ۲۵ او ۲۶ ځايي عیسویانو د خپل مذهبي اختر د لمنځلو مراسمو کې دا شراب څښلي او کورونو ته ستانه شوي وو.
هغه زیاتوي په ورپسې سهار ۱۱ کسان پاڅېدلی نه شول او د نورو وضعیت خراب و، خو وروسته یې لامل معلوم شو او دوو روغتونونو ته ولېږدول شول.
محمد ندیم دا هم وايي، چې دوو عیسویانو د شرابو راوړلو مسوولیت درلود، په خپله سیمه کې یې موندلي نه و او له بل ځای یې راوړي دي.
د ساجد او شریف په نوم دغه دوه کسان هم د زهري شرابو د څښلو له امله مړه شوي دي.
په سیمه کې له شکمنو کسانو پوښتنې روانې دي او د نیولو لپاره یې چاپې اچول کېږي.