'داعش' کوټه کې د پولیسو پر مرکز د برید پړه منلې

د کوټې په سریاب سیمه کې د پولیسو پر دغه روزنیز مرکز برید کې لږ تر لږه ۶۱ روزونکي پولیس وژل شوي او تر یو سل شل زیات نور ژوبل شوي و.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د کوټې په سریاب سیمه کې د پولیسو پر دغه روزنیز مرکز برید کې لږ تر لږه ۶۱ روزونکي پولیس وژل شوي او تر یو سل شل زیات نور ژوبل شوي و.
    • Author, خدای نور ناصر
    • دنده, بي بي سي، اسلام اباد

د اسلامي دولت نومې ډلې (داعش) اړوند خبري اژانس 'اعماق' د بلوچستان په کوټه ښار کې د تېرې شپې برید پړه منلې او د درو بریرګرو عکسونه يې هم خپاره کړي دي.

د بلوچستان ایالتي چارواکي وايي، په دغه برید کې دوو بریدګرو په خپل ځان پورې تړلي چوونکي توکي وچوول او یو د امنيتي ځواکونو په ډزو ووژل شو.

هغه بریدګر چې د امنيتي ځواکونو په ډزو کې وژل شوی دی، څېره يې د داعش لخوا له خپاره شوي عکس سره ورته ده.

د ویډیو تشریح، د پاکستان یو تورن جنرال وايي بریدګرو ته چې چا لارښوونه کوله په افغانستان کې ناست وو.

مخکې د بلوچستان ایالت د ملېشه ځواک مشر شېرافګن ویلي و، چې ددغه برید تر شا د لښکرجنګوي العالمي ډلې لاس دی او دده په خبره بریدګرو ته له افغانستان څخه زنګونه وهل کېدل، خو خپله لښکر جنګوي العالمي لاهم په دې اړه څه نه دي ویلي.

د کوټې په سریاب سیمه کې د پولیسو پر دغه روزنیز مرکز برید کې لږ تر لږه ۶۱ روزونکي پولیس وژل شوي او تر یو سل شل زیات نور ژوبل شوي و.

تردې وړاندې داعش وسله والې ډلې پاکستان کې د کوم برید مسؤولیت داسې په نړیواله کچه نه دی اخیستی.

د داعش هرکلی

که څه هم دوه کاله وړاندې په کوټه او پېښور او ځينو نورو ښارونو پر دېوالونو داعش وسله والې ډلې ته هرکلي شعارونه لیکل شوي و، خو پاکستاني چارواکو کله هم په پاکستان کې د داعش وسله والې ډلې د شتون پخلی نه دی کړی.

د 'اعماق' خبري اژانس لخوا په خپاره شوي دغه عکس کې درې وسله وال ښکاري، چې د دوو مخونو ښکاره او يوه بل سر ټيټ اچولی دی.

د دغو درېواړو په لاسونو کې کلاشینکوفونه او یوه يې په ګوتو د بري نښان جوړ کړی ولاړ دی.