BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 14:00 گرينويچ 2009 ,16 جولاى
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
سندرغاړې ريتا وږمه په اوومه سټوډيو کې

اوومه سټوډيو
اوومه سټوډيود جمعې په ماښامنۍ خپرونه کې خپريږي
ددې اوونۍ د اوومې سټوډيو ميلمنه سندرغاړې ريتا وږمه ده.
اصلي نوم يې نيک بي بي ده خو هنري نوم يې ريتا وږمه ، هغه ٤٦ کاله وړاندې د کندهار په ښار کې زيږيدلې او د ٢٧ کالو راپه دې خوا يې په کابل کې ژوند غوره کړى دى ريتا وږمې ليک لوست نه دى کړى ، خو اوس يې ورته کلکه ملا تړلې او تر اتم ټولگي يې رسولى دى ، هغه وايي د ژوند تر ورروستى سلگۍ به هم د ليک لوست لمنه خوشې نه کړي .

ريتا وږمه ٢٦ کاله وړاندې د استاد گلزمان په هڅونه راډيو او ټلويزيون ته راغله او دغلته يې تر څلويښتو سندرې تبتې کړي دي چې اوس هم کله نا کله د ملي راډيو ټلويزيون له لارې خپريږي .

ريتا وږمې واده کړى او دوه بچپان لري يو يې زوى او بله يې لور ده او دواړه په ښوونځي کې زده کړې کوي .

ريتا وږمه ډيره کاله له هنره لرې پاتې شوې خو اوس وايي چې په دې برخه کې به لا نورې هڅې هم وکړي .

که له سندرغاړې ريتا وږمې نه پوښتنې لرئ نو له وړاندې يې په دې پته راواستوى: [email protected]

دخپرونې پرمهال اوومې سټوډيوته مخامخ پدې شميره تيليفون وکړى. ٠٠٤٤٨٣٦٠٣٣١

او د SMS له لارې هم خپله د تيلفون شميره او ليکلي پيامونه راليږلي شۍ. د SMS شميره ده: 00447786208888

ليکوال ننگيالۍ بڅرکى اوومه سټوډيو:
سندرغاړى مصطفى ملکزى په اوومه سټوډيو کې
ليکوال ننگيالۍ بڅرکى اوومه سټوډيو:
ليکوال ننگيالۍ بڅرکى په اوومه سټوډيو کې
سندرغاړى مهمند اوومه سټوډيو:
سندرغاړى مهمند په اوومه سټوډيو کې ميلمه دى
ليکواله صفيه حليم په اوومه سټوډيو کېاوومه سټوډيو:
ليکواله او ژونالسته صفيه حليم مو ميلمنه وه
سندرغاړى سردار يوسف زىاوومه سټوډيو:
سندرغاړى سردار يوسف زى په اوومه سټوډيو کې
پخوانى ښاغلى عبدالطيف واهب مومېلمه دهاوومه سټوډيو:
ښاغلى عبدالطيف واهب مومېلمه وو
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت