 | | | د اوومې سټديو پروگرام هره جمعه په ماښامنۍ خپرونه کې خپرېږي. |
امان الله ناصر په ١٩٦٥ کال کې د لورلايي په ښار کې زيږيدلى دى خپلې زده کړې يې په لورلايي کې پيل او په ١٩٨١ کال کې د کندهار له دارالمعلمين څخه فارغ شوى دى. د دريم ټولگي زدکونکى وو چې ستيج ډرامې کې برخه اخيستې وه. په کال ١٩٨٧ کې د لمړي ځل لپاره د کوټې له راډيو څخه د اميل په پروگرام کې د وياند په توگه را څرگند شو. وروسته يې د سريالونو ليکنې پيل کړې او ١٨ پښتو او ١٨ اردو سريالونه يې ليکلي دي. ښاغلى امان الله ٢٢ سندريز کميدي کسټونه لري.  |  امان الله ناصر يو کسټ د TBC په نوم جوړ کړى چې د BBC د خپرونو او کارکونکو تمثيل يي په کې کړى.  |
ښاغلي ناصر د راډيو لپاره پښتو سندرې ويلي او ټوکې او ټکالې يې ورته ليکلې دي. د دې وروسته يې د کوټې ټي وي لپاره يې په ١٩٩٧کال کې لومړۍ ډرامه " ارمانونه " وليکل. او بيا په ١٩٩٨ کې اردو ډرامه "وار " او بيا يو شمېر نورې اردو ډرامې لکلې دي. د هغه د اردو ژبې مټي په نامه داردو ژبې سرېال ډېر زيات شهرت موندلى او گڼې جايزې يې گټلې دي. ښاغلى ناصر فعلا د خيبر تلويزيون د بلوچستان په څانگې کې د ليکوال، وياند، ممثل او مسول مدير په توگه کار کوي. که د تمثيل د هنر له لوبغاړي او ليکوال امان الله ناصر نه په اوومه سټوډيو کې کوم سوال او ځواب غواړئ نو د دې اوونۍ په اوومې سټوډيو کې برخه واخلئ او د پروگرام پر مهال پر دې شمېره زنگ ووهئ ٠٠٤٤٢٠٧٨٣٦٠٣٣١ . د پروگرام د نشر وخت د جمعې د ماښام اووه نيمې بجې. د برېښنا ليک پته ده: [email protected] |