 | | | د اوومې سټديو پروگرام هره جمعه په ماښامنۍ خپرونه کې خپرېږي. |
د دې اوونۍ د اوومې سټډيو ميلمه سندرغاړى گل حسرت وو. د کندهار محلي سندرغاړى گل حسرت د کندهار د پنجوايي ولسوالۍ د زنگي آباد د کاکړ په کلي کې زيږېدلى. ديني زده کړې يې د کندهار په شاوخوا مدرسو کې ترسره کړې دي. گل حسرت له کوچنيوالي نه سندرې وايي او له شعر او شاعري سره هم بلد دى. د گل حسرت د شعر نمونه دا ده: لکه ژيړ لمر چې مازديگر د غره له سر څخه ځي تا پسې مې روح او زړه عقل له سر څخه ځي ښاغلى حسرت تر سلو زياتې سندرې لري او د ځينو سندرو شعرونه يې هم خپل دي. ښاغلى گل حسرت د خپلو سندرو کمپوزونه خپله جوړه وي. دا اوونۍ زموږ د اوومې سټيډيو ميلمه وو. که سندرغاړي گل حسرت نه په اوومه سټوډيو کې کوم سوال او ځواب غواړئ نو د دې اوونۍ په اوومې سټوډيو کې برخه واخلئ او د پروگرام پر مهال پر دې شمېره زنگ ووهئ ٠٠٤٤٢٠٧٨٣٦٠٣٣١ . د پروگرام د نشر وخت د جمعې د ماښام اووه نيمې بجې. د برېښنا ليک پته ده: [email protected] |