ښاغلي شهسوار سنگروال خپلې عالي زده کړې د ننگرهار په عالي دارالمعلمين ( د تاريخ او جغرافې څانګه) او ادبياتو پوهنځي ( پښتو څانګه) کې تر سره کړي دي.
ښاغلي سنگروال د لوړو او مسلکی زده کړو او داطلاعات او کلتورپه وزارتونو کې رسمي دندې تر سره کړي. کله چې پيښور ته مهاجر شو نو د احمدشاه ابدالي پوهنتون( اوس د خوست پوهنتون) رېس او استاداو د پوهنتون د علمي مجلې د خپرونکي په توگه دندې تر سره کړي دي.
ښاغلى سنگروال اوس په لندن کې د افغان ادبی جرګې موسس او د شملې خپرونکى دى .
چاپی اثار: شمله ، د نکريزو پاڼه ، د شبنم ښيښه ، مساپر، د سپين غر له پاسه څانګه ، هوسۍ او کيږدۍ ، د ډرامې تاريخ ، د پښتو ادبياتو تاريخ ، د تاريخ په تله کې
او د افغانستان تاريخي جغرافي څرنګوالی.
ښاغلي سنگروال دا اوونۍ زموږ د اوومې سټيډيو ميلمه دى.
که له ليکوال او شاعر شهسوار سنگروال نه په اوومه سټوډيو کې کوم سوال او ځواب غواړئ نو د دې اوونۍ په اوومې سټوډيو کې برخه واخلئ او د پروگرام پر مهال پر دې شمېره زنگ ووهئ
٠٠٤٤٢٠٧٨٣٦٠٣٣١ .
د پروگرام د نشر وخت د جمعې د ماښام اووه نيمې بجې.