| | د اوومۍ سټوديو پروگرام هره جمعه په ماښامنۍ خپرونه کې خپرېږي . |
د دې اوونۍ د اوومې سټډيو مېلمانه د افغانستان د کريکټ د اتلې ډلې ځينې غړي دي چې د دې اوونۍ په اوومه سټډيو کې به د اورېدونکو پوښتنو ته په مستقيمه توگه ځوابونه ووايي. افغانستان د هانگ کانگ ټوله لوبډله په ١٢٢ منډو وسوځوله او د ٢٠١١ کال د نړيوالو کريکټ اتلوليو د غوراوي څلورم پړاو وگاټۀ . دا دويم پرله پسې ځل دى چې افغانستان د کريکټ اتلوليو د غوراوي يو پړاو گټي . څو مياشتې وړاندې يې په جرسي کې هم د غوراوي پنځم پړاو گټلى وو . که غواړئ چې د افغان کريکټ ټيم د برياليتوبونو په حال ځان خبر کړئ، نو د جمعې په ماښام سټډيو ته په دې شمېره زنگ وهلى شئ: ٠٠٤٤٢٠٧٨٣٦٠٣٣١ او يا هم په دې پته برېښناليک راوستوئ: [email protected] لطفآ د ايمېل د موضوع يعنې (subject) په ځاى کې يې اوومه سټډيو د افغان کريکټ ټيم د برياليتوبونه وليکئ. |