|
د زابل په ترافيکي پېښه کې اووه کسان ووژل شول | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
د افغانستان په زابل ولايت کې دکابل کندهار پرلويه لاره په يوه ترافيکي پېښه کې نژدې ٣٠ کسانو ته مرگ ژوبله اوښتې ده . هلته دسپرليو بس موټر له يوه بار وړونکي گاډي سره جنگېدلى او د پېښې قربانيان د لويې لارې مساپر دي . دکابل کندهارلويه لاره يوازې د امنيتي پلوه نه، بلکې د ترافيکي پېښو له کبله هم خونړۍ بلله کېږي . دغه پېښه د زابل مرکز کلات ښار ته نژدې دسپينې غبرگې په سيمه کې وشوه . عيني شاهدانو بي بي سي ته وويل چې په پېښه کې اووه کسان ځاى پرځاى وژل شوي او تر٢٠ ډېر ټپيان دي . د زابل د ملکي روغتون ډاکتران وايي چې دنژدو لسو ټپيانو روغتيايي حالت د اندېښنې وړ دى . د ډاکترانو په وينا چې تر اوسه ٢٢ ټپي کسان وروړل شوي دي . د زابل امنيتي چارواکو وويل چې د مسافر وړونکي ٣٠٣ ډوله سروېس موټر چلوونکى وژل شوى او چارواکي په خپلو لومړنيو پلټنو کې وژل شوى موټر چلوونکى ملامت بولي . د کابل کندهار لويه لاره چې تل د وسله والو بريدونو او نا امنيو د پېښو شاهده وي وخت ناوخته ترافيکي پېښې هم پرې کېږي . ډېرى مساپر پر موټر چلوونکو تور لگوي چې موټري په تېزۍ چلوي ځکه چې د ترافيکي پېښو سبب گرځي . | ورسره تړلي نور خبرونه د زابل اوسيدونکي : کار ته مو نه پريږدي12 اپريل, 2008 | خبرونه د ترافيکي پېښې له امله ١٤ کسان مړه شول28 مۍ, 2008 | خبرونه | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||