|
ناټو د کندهار پرزندان بريد د' طالبانو برى' وبالۀ | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
ناټو د افغانستان په سوېل کندهار ولايت کې پر زندان د طالبانو بريد او سلگونه زندانيان تښتېدل د طالبانو لپاره يو لوى برى بللى دى . د ناټو سازمان يوه وياند بيا ويلي چې د کندهار پر زندان د طالبانو له خوابريد او په سلگونو زندانيانو تښتېدل په دې معنا نه دي چې گواکې طالبان غښتلي شوي دي . افغان او ناټو ځواکونه اوسمهال د هغو ٣٥٠ تښتېدليو طالب زندانيانو د بېرته نيولوهڅه کوي چې وړمه ورځ طالبانو پر زندان لومړى ځانمرگى بريد وکړ او بيا يې شاوخوا ١٠٠٠ زندانيانو ته د پښو سپکولو زمينه برابره کړه . دوى د تښتېدليو زندانيانو د نيولو په موخه له هوايي او ځمکني ځواک نه هم کار اخيستى دى . افغان چارواکو د کندهار پر زندان د راکټي بريد په پايله کې د ١٥ افغان امنيتي ساتونکو د وژل کېدا خبره هم منلې ده . د راپورنو ترمخې، شاوخوا ٤٠ وسله والو کسانو د تېرې جمعې په شپه (د غبرگولي ٢٤) د کندهار زندان پر عمومي دروازه لومړى ځانمرگى او بيا راکټي بريدونه وکړل چې ددروازې په ماتولو سره په سلگونه زندانيانو خپلې پښې له زندانه سپکې کړې . بريد کوونکو د زندان د ساتونکو له وژلو وروسته وکولاى شو چې زندانيانو ته د تېښتې لاره پرانيزي . افغان چارواکو ويلي چې په دې اړه يې کلکې پلټنې پيل کړې دي . د ناټو ځواکونو وياند کارلوس برانکو ويلي زه پوهېږم چې د طالبانو لپاره دغه يو لوى تکتيکي برى دى، زه دا موضوع نه ردوم، خو د دغه بريد په اړه بايد له مبالغې څخه کار وانخيستل شي . نوموړي زياته کړه چې اوس به دا تر وخت مخکې خبره وي چې ووايو دا د طالبانو لپاره يو سترتيژيک برى و . افغان پوځ او پوليسو په کندهار کې کور په کور د تښتېدليو زندانيانو د بيا موندنې په موخه پلټنې پيل کړې او د امنيت لپاره د ښار پر اسمان د ناټو چورلکې گرځي راگرځي . د افغانستان د عدليې وزارت اعلان کړى چې ددې پېښې د ارزونې په موخه يې د افغان امنيتي چارواکو يو ستر پلاوى کندهار ته لېږلى دى . ددغه وزارت سلاکار ويلي چې امنيتي ځواکونو تر اوسه د تښتېدليو زندانيو څرک نه دى لگولى او په بېرته نيولو يې بريالي شوي نه دي . | ورسره تړلي نور خبرونه 'دتښتېدليوزندانيانولټون دوام لري'15 جون, 2008 | خبرونه د کندهار له زندانه سلگونه طالبان تښتېدلي دي13 جون, 2008 | خبرونه | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||